له جرمني څخه بیا یوه ډله نارینه افغانان اخراج او الوتکه یې نن سهار کابل ته ورسیدل. دا د ۲۰۱۶م کال راهیسي ۳۸م ډله ایز اخراج دی، چي تر سره کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler
اعلان
د جرمني د خبري آژانس، dpa په حواله د چهارشنبې په ورځ له جرمني څخه ۲۰ نارینه افغان مهاجر اخراج او نن د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسیدل. دا په مجموع کي له جرمني څخه له ۲۰۱۶م کال راهیسي ۱۰۳۵ اخراج سوي کسان دي.
د کرونا پانډمۍ تر شیوع، یعني ۲۰۲۰م کال تر مارچ میاشتي وروسته د افغانانو اخراج د یوه څه وخت له پاره ځنډیدلی ؤ، خو د همدې کال په ډسمبر کي بیرته یوه ډله افغانان اخراج سول. له هغه راهیسي بیا تقریبأ په منظم ډول سره هره میاشت یو تعداد افغانان دغه بحراني هیواد ته اخراجیږي.
د هغوی اخراج شخړه ایز دی او د بشري حقونو اکثره سازمانونه په افغانستان کي د بې امنیتۍ او خراب اقتصادي حالت په سبب د افغانانو د اخراج توقف غواړي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler
له بلي خوا بیا د سولي په بين الافغاني خبرو کي هیڅ پرمختګ نه راځي. که څه هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبري رواني دي، خو جنګونه او بریدونه هم په خپل شدت سره روان دي.
د ملګرو ملتونو د اټکلونو پراساس په تیرو لسو کلونو کي تر ۱۰۰۰۰۰ اضافه ملکي کسان په دغو نښتو کي وژل سوي او ټپيان سوي دي.