د «اکسپرس» په نامه یوې المانۍ ورځپاڼي خبر ورکړ، چي د دوسلدورف ښار د کار پیدا کولو ادارې یا Bundesagentur für Arbeit کله چي د دغه ښار د یوې مور څخه د ۱۵۰ یورو او یوه سنت غوښتنه وکړه او هغې ورته ۱۵۰ یورو حواله او یو سِنت پاته سو، نو بیا یې د یوه خط د ورلیږلو پواسطه د هغې څخه د یوه سنت غوښتنه وکړه.
د کار پیدا کولو ادارې د فقط یوه سِنت د غوښتلو پخاطر لا ډیرې پیسې مصرف کړي. دوی په دې توګه لیکلی اخطار ورکړی، چاپ کړی، وخت یې پرې مصرف کړی او د پست له لاري یې ورلیږلی، چي یوازي یې د خط استول په تقریبأ یوه یورو ورته تمام سو.
انځور: DW/ Alla Juma
دا چي اوس دې کار یوه لویه رسوايي رامنځته کړې ده، د دوسلدورف د کار پیدا کولو ادارې ویلي، چي «یوه غلطي پيښه سوې ده او موږ کوښښ کوو، د هغه توضیحات ورکړو.»
په ۲۰۲۰م کال کي موندل سوي ستري خزانې
له کوويد ۱۹ پانديمي سره سره لرغونپوهانو د نړۍ په زياتو برخو کي خپل کار ته ادامه ورکړې وه. په ۲۰۲۰م کال کي دغه پوهان د ځينو لرغونو خزانو په موندلو وتوانېدل. خزانې دلته وپېژنئ:
انځور: Khaled Desouki/AFP/Getty Images
سقارہ
د مصر له پلازميني قاهرې څخه په دېرش کلومترۍ کي واقع په ممفس نومي لرغوني ښار کي لرغونپوهانو په سقاره نومي هديره کي ډېر ښکلي او زينتي سوي تابوتونه وموندل. دا موندنه د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر او اکتوبر مياشتو کي وسوه. ياده هديره په هغه سيمه کي واقع ده چي د فرعونانو د وخت اهرامونه دي.
انځور: Samer Abdallah/dpa/picture alliance
دولس نور تابوتونه وموندل سول
لرغونپوهانو د ۲۰۲۰م کال په نوومبر مياشت کي ۱۲ نور تابوتونه وموندل. ويل کيږي چي دغه تابوتونه چي ورباندي نقاشۍ سوې ده، دوه نيم زره کاله لرغونتوب لري. کارپوهانو دغه تابوتونه په ډېر احتياط خلاص کړل او خپل تحقيقي کار يې پر وکړ. خو د دغو تابوتونو په هکله نور تفصيلات لا تر اوسه نه دي ورکړل سوي.
انځور: Khaled Desouki/AFP/Getty Images
حیرانوونکې ډبره
د آلمان د بون پوهنتون د مصري علومو څانګي د مصر د اسوان سيمي په شمال ختيځ کي واقع ابو سوبيرا کي کيدنې وکړې. په دغو کيدنو کي ورته دغه يوه ډبره په لاس ورغله. د کارپوهانو په وينا چي پر ډبره تراشل سوی ليک تر پنځو زرو کالو لا مخکي شاليد لري. هغوی فکر کوي چي دغه ډبره تر ميلاد ۴ سوه کاله مخکي د يوه ښار نښانه وه.
انځور: Ludwig Morenz
د پومپی نوي موندنې
د رومي کلتور له مشهورو ښارونو څخه يو هم پومپی دی. دغه ښار له انسانانو ډک ؤ کله چي په ۷۹ ميلادي کال د اورشېدونکي غره ويلي سوې لاورا پر راوبهېدله او دغه ښار تر لاندي او په دې توګه راتلونکو نسلونو ته يو ډول خوندي سو. په لومړي ځل په اتلسمه پېړۍ کي دغه ورک ښار بېرته وموندل سو. په دغه لرغوني ښار کي لرغونپوهانو اوس نوي موندني کړي دي.
انځور: picture-alliance/Jens Köhler
د چټکو خوړو ۲۰۰۰ کلنه لرغونې غرفه
لرغونپوهانو د ۲۰۲۰م کال په وروستۍ مياشت کي په پومپی ښار کي يوه په زړه پوري موندنه وکړه. دا د چټکو خوړو ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ لرغونې غرفه وه. کارپوهان فکر کوي چي دغه غرفه په پومپی ښار کي د چټکو خوړو يو مرکز وو. اټکل کيږي چي د دغې غرفې پر ديوالونو هغه حيوانات رسم سوي چي په دغه ريستورانت کي يې غوښي خرڅلاو ته وړاندي کېدلي.
انځور: Luigi Spina/picture alliance
د بيت المقدس د قديمي ښار آثار
آلماني لرغونپوه، ډيټر ويوويګر او د هغه کاري ډله په دې وتوانېدله چي په ۲۰۲۰م کال کي په بيت المقدس کي د کيدنو پر وخت د يوه قديمي ديوال يا دفاعي قلعې آثار پيدا کړي. فکر کيږي چي دغه ديوال به د بني اسرائيلو د هيرودس الکبير پاچا په واکمنۍ کي جوړ سوی وي. له دغې موندې واضح سوې ده چي د يروشلم ښار په پخوانۍ زمانه کي يو کوچنی ښارګوټی وو. له دې مخکي فکر کيدی چي هغه په پخوانۍ زمانه کي يو لوی ښار وو.
انځور: DW/T. Krämer
د دوهمي ميلادي پيړۍ کلی
دمګړی بيت المقدس يا يروشلم ښار له مذهبي او سياسي کړکېچونو سره مخامخ دی. خو تر دغه ښار لاندي د زرونو کلونو نخښي ښخي دي. له دغو څخه يو هم په دغه ښار کي تر مځکي لاندي د داسي يوه کلي د بنيادونو موندل دي چي ښايي په دوهمي ميلادي پېړۍ پوري اړه ولري. له دغه کلي څخه څرګنديږي چي هغه وخت د انسانانو ژوند څنګه وو.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Widak
پخوانی ښاري، نوي موندنې
په ۲۰۲۰م کال کي د يونان په پلازمېنه اتن کي په تعميراتي کارونو بوختو کاګرو يوه لرغونې مجسمه وموندله. پر دغه مجسمه د پلټنو وروسته روښانه سوه چي دا د يوناني رب النوع هيرميس مجسمه ده. اټکل کيږي چي دغه مجسمه به په دريمه يا څلورمه ميلادي پيړۍ کي جوړه سوې وي. د يادولو وړ ده چي په يونان کي زيات وخت لرغوني آثار موندل کيږي.
تر اوسه پوري لا دا نه ده روښانه سوې چي له سټون هينج څخه په کومه دوره کي د عبادتځای، قربانۍ ځای او که د فلکياتي مشاهدې له پاره کار اخيستل کيدی. په يو نوي تحقيق کي ويل سوي چي دغه سترې ريګي ډبرې د انګلستان په جنوب کي له ځنګلي سيمو ويسټ ووډز سره تړاو لري.