په هندوستان کي د کرونا یو نوی خطرناکه شکل، B.1.617 راپیدا سوی او ځکه نو جرمني دغه هیواد د خطرناکه سیمي په کټه ګوري کي شامل کړی دی.
په همدې دلیل د نن دوشنبه (د اپریل میاشتي ۲۶ مه) څخه به د هندوستان څخه جرمني ته راتګ هم ډیرسخت سي. خصوصاً د هغو کسانو له پاره چي په هندوستان کي یې وخت تیر کړی او یا د جرمني څخه په سیاحت او رخصتۍ ورغلي وي.
استثناً یوازي د هغو خلګو له پاره موجوده ده چي د جرمني دایمي اقامت ولري، خو هغوی هم مجبوره دي چي تر راتګ دمخه تيست وکړي او په جرمني کي د دوو اونیو له پاره په قرنطین کي پاته سي.
د اروپا نورو هیوادونو د هغې جملې څخه ایټالیا هم د هندوستان څخه پر سفر محدودیتونه لګولي دي.
د نړۍ د ډاکترانو د اتحادیې رئیس، فرانک اولریش مونتګومري د جرمني حکومت ددې تصمیم هرکلی کړی دی.
په همدې حال کي د جرمني صدراعظمي، انګیلا میرکل د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اپریل مياشتي ۲۵) له هندوستان سره د کومک کولو پیشنهاد وکړ. هغې د حکومت د ویاند په حواله ویلي دي چي «د پانډمۍ پر ضد مبارزه زموږ ګډه مبارزه ده.» په خبره یې «جرمني له هندوستان سره د همکارۍ او همدردۍ په لار کي اوږه پر اوږه ولاړ دی. موږ د همکارۍ او کومک رسولو یو چټک ماموریت ته امادګي نیسو.»
انځور: imago/ZUMA Press د بحراني حالاتو له پاره د اروپايي ټولني کمیسار، یانیڅ لینارچیچ هم اعلان کړی دی، چي بروکسل د هندوستان په غوښتنه له دغه هیواد سره د کومکونو اعلان کړی دی او ډیر ژر به ورته اکسیجن او دواوي ورولیږي.
له بلي خوا دامریکا متحده ایالاتو او ډیرو نورو هیوادونو له هندوستان سره د عاجلو کومکونو د کولو اعلان کړی دی. امریکا غواړي دغه هیواد ته دواوي، چټک ټستونه، د تنفس آلې، حفاظتي تجهیزات، اکسیجن او په هندوستان کي د واکسین د تولیدولو پخاطر اومه مواد ورولیږي. د امریکايي مسؤلو مقاماتو په حواله به دغه ټوله مواد د همدغي اونی په جریان کي ورولیږل سي.
په هندوستان کي د کرونا د نوي شکل د راپیدا کیدو راهیسي ډیر انسانان په هغه اخته سوي او مړه سوي. یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ددغه هیواد د صحت عامې وزارت په حواله ۳۴۹۶۹۱ کسان په کرونا اخته سوي او ۲۷۶۷ کسان ورڅخه مړه سوي دي.
په هند کي د غوا د طلايي شودو پر سر بحثونه ـ انځوريز راپور
په هند کي د مالونو، کب نېونې او د پۍ ورکوونکو څارويو د وزارت د «د غواګانو ملي کميسيون» ويلي ول چي د هندۍ غواوو په شودو کي د سرو زرو يا طلا ذرات موجود وي. دغه ادعا مودي غبرګون ته اړ کړ. جزيات دلته لوستلای سئ: انځور: Yamil Lage/AFP/Getty Images «ِغوا که توره ده، نو پۍ يې سپيني دي» هغه ضرب المثل چي «غوا که توره ده، نو پۍ يې سپيني دي» په زياتو ژبو کي په بيلو بڼو شتون لري. خو دغه ضرب المثل په هند کي په زياته په تيرو ورځو کي يوه بله معنی ترلاسه کړې ده. دا ځکه چي يو شمير هندوان وايي چي «د هندي غواګانو شودې طلايي ذرات لري.»
انځور: SAM PANTHAKY/AFP «هندۍ غواګاني طلايي شودې ورکوي» د هند لومړي وزير نريندرا مودي حکومت منلې ده چي د هندي نسل غواوي داسي شودې نه ورکوي چي پکښي سره زر موجود وي. ترمخه د هند د مالدارۍ، کب نېونې او شودو ورکونکو حيواناتو د ساتنې له پاره د ځانګړي وزارت يوې ادارې چي «د غواګانو ملي کميسيون» نوميږي ادعا کړې وه چي د هندي نسل غواګانو په شودو کي د سرو زرو ذرات موجود وي.
انځور: Altaf Qadri/AP Photo/picture alliance د هند په پارلمان کي د بحث پر وخت د مالدارۍ، کب نېونې او شودې ورکوونکو څارويو وزير دې ته اړ سو چي ومني چي د هندي نسل او نورو غواګانو د شودو تر منځ هيڅ فرق نسته. دا بحث د هغه وروسته په پارلمان کي پېل سو کله چي د کانګريس ګوند دوو استازو له حکومت څخه د غواګانو د شودو په هکله پوښتنې وکړي.
انځور: Eric Lafforgue/Imago Images/Hans Lucas حتمي ثبوت نه دی موندل سوی د کانګريس ګوند د استازو په ليکلي جواب کي اړونده وزير، سنجيو باليان ليکلي دي: «د زراعتي څېړنو له پاره د هند کونسل په حواله د بهرنيو غواګانو او هندي نسل د غواګانو د شودو تر منځ د معيار د فرق له پاره حتمي ثبوت نه دی موندل سوی.»
انځور: DW/S. Konniger د غوا د بولو پر فايدو تحقيق کوونکې دولتي اداره د مودي حکومت د دې له پاره چي د غواګانو د بولو، شودو، غوړو، مستو او خوشايي پر افاديت يا ګټو تحقيق وسي، يوه ځانګړې اداره رامنځ ته کړې ده. دغه اداره چي د مالدراۍ د وزارت ماتحت کار کوي له ۲۰۱۹ څخه د غوا پر يادو څېزونو تحقيقات کوي. همدغې ادارې څو ورځي تر مخه د هندي غواګانو په شودو کي د طلايي ذراتو د شتون ادعا کړې وه.
انځور: DW/S. Konniger د هندوانو د ديني عقېدې له مخي غوا او غوايي مقدس دي. له همدې کبله د هغوی د عقېدې له مخي د غوا وژل او په زياته د هغې غوښي خوړل د يو ستر ناپاک کار کول تعبير کيږي. په زړو ويدايي متونو کي غوا ته د الهيه خطاب سوی چي د ټولو ژوندي څيزونو مور بلل سوې ده. له همدې کبله هندوان غوا يا غوايي ته د «ګايې ماتا» يعني مور غوا خطاب کوي.
انځور: Reuters/R. Jadhav د کرونا ويروس پر ضد د غوا اورږه د کرونا پاندمي له پيل راهيسي په هند کي زيات شمير هندوانو د ياد ويروس څخه د ځان ساتلو له پاره د غوا له شودو توليد کېدونکو توليداتو ته د درملو په توګه د استعمال کار پېل کړی دی. په دې ترڅ کي زيات شمير په دې عقيده دي چي د غوا اورږه چي د ګلګي د پيدا کيدو سره سم د هغې له غولانځي څخه راوځي، د کرونا څخه د ساتنې درمل دي.
انځور: Reuters/D. Siddiqui د غوا د بولو څښلو اجتماعي غونډي د کرونا پاندمي پر وخت په هند کي د هندواڼو هغه اجتماعي غونډي په نړيواله توګه رسنيزي سوې چي پکښي زيات شمير انسانان راټولېدل او په ګډه به يې د غوا بولې چښلې. دغه ډول غونډو کي ګډون کوونکي په دې باور دي چي د «مقدسې غوا» بولي «مقدسې» او شفا بخښونکي دي.
انځور: AFP/J. Andrabi که څه هم چي د هند څېړنيزو ساينسي ادارو ښودلې چي د هندي غواګانو او بهرني نسل غواګانو د شودو تر منځ د معيار فرق يې نه دی ثابت کړی، خو زيات شمير مذهبي هندوان او سياستوال وايي «د ساينس خبري نه منو». د لومړي وزير د بي جې پي ګوند سره تړاو لرونکي د مدهيه پردېش رياست د کلتور وزير، اوشا ټهاکر د بېلګي په توګه ادعا لري چي په لمر کي د غوا د افرازاتو سوځل تر دولسو ساعتونو پوري يو کور له کرونا ويروس څخه ژغوري.
انځور: Reuters/D. Siddiqui