برلین؛ يو ۲۲ کلن سوريايي د ترهګرۍ په شک نيول شوی
۱۴۰۴ آبان ۱۲, دوشنبه
د آلمان د برلين ايالت عمومي څارنوالۍ يوه وياند وويل چې پر دغه سوريايي تبعه يوه ډېر درانه جنايي عمل ته د چمتووالي نيولو شک کيږي. زياته شوې چې دغه شکمن د شنبې په ورځ نيول شوی او پرون، يکشنبه د قاضي حضور ته وړاندې شوی دی چې د توقيفي بند د مودې په اړه یې پريکړه وکړي.
اړونده موضوع: آلمان د حماس درې شکمن غړي نيولي
د څارنوالۍ وياند زياته کړې ده چې پر نوموړي «جهادستي انګیزه لرونکو بريدونو» ته د چمتووالي نيولو شک کیږي. ويل شوي چې دغه ۲۲ کلن د ټولنیزو رسنيو له يوه پليټ فارم څخه په څو ځلي د «اسلامي دولت» تبليغاتي ويډيوګانې نشر کړي دي. په دې کې ترانې او د جهاد اړوند نورې سندرې شاملې دي چې د اسلامي دولت ترهګرې له لوري خپري شوي دي او له خلکو یې د دې د بياځلي نشرولو يا شريکولو غوښتنه کړې ده.
د بمونو په جوړولو کې کاريدونکي توکي ضط شوي
د پوليسو په حواله د دغه شکمن کس د نيولو په عملياتو کې د «اس اي کې» په نوم ځانګړو کوماندويانو برخه درلودله. په دې ترڅ کې داسې مواد هم ضبط شوي چې د چاوديدونکو توکو په جوړولو کې کارول کيږي. ويل شوي چې شکمن دغه توکي د انترنت له لارې په لاس راوړي دي.
اړونده موضوع: آلمان: د برلين د ريلګاډو په تمځای کې د چاوديدونکو توکو په ايښوونکي پسې لټه
د وياند د معلوماتو په حواله د پلټنې عمليات د استوګنې په دريو کورونو کې ترسره شوي دي. دا چې دې مواردو له شکمن سره څه تړاو درلوده، لا یې په اړه پلټنې رواني دي.
د «بلد» ورځپاڼې د معلوماتو له مخې کيدای شي دغه سوريايي وګړي په برلين کې يو هدف په نظر کې نیولی وو. د ورځپاڼې په حواله دغه ځوان له ۲۰۲۳م کال راهېسې په آلمان کې ژوند کوي.