1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: آیا جرمني خپل مهاجرین هیر کړي دي؟

۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبه

پر کوچنیانو،ځوانانو، اقتصاد او کلتور باندي د کرونا قیوداتو د تاثیراتو په هکله تاوده بحثونه کیږي، خو د هغو مهاجرو پر ژوند باندي چي په جرمني کي اوسیږي، هیڅ خبري نه کیږي . آیا د کرونا بحران د هغوی ژوند هم متأثره کړی دی؟

Samir Al Jubouri
انځور: Oliver Pieper/DW

کله چي یو کال دمخه سمیر الجباري جرمني ته راغی، نړی لا تر یوه حده پوري منظمه وه. دغه عراقی خوشاله وو، چي په شکل د اشکالو يې ځان جرمني ته رسولی وو، د یوه خطرناکه ویروس څخه یې همدومره لږ معلومات درلودل، لکه اکثرو جرمنیانو.

یو کال وروسته دغه ۳۹ کلن د بن ښار د مهاجرینو په یوه مرکزي کمپ کي ژوند کوي. هغه د کرونا د قیوداتو په سبب د جراحي طبي ماسک اغوستلو په اړه وايي: «زه طالعمند یم، چي خاصتأ د کرونا وبا پر مهال په جرمني کي یم. په عراق کي طبي خدمات ډیر خراب دي.»

سمیر الجباري تر اوسه پوري د کرونا وبا په سبب دوه واره تست کړی دی او دواړه واري یې پایله منفي وه. د هغه په کمپ کي په تیر ډسمبر میاشت کي کرونا شیوع سوه او ۵۰ تنو ته د هغه ویروس انتقال سو. د کرونا ویروس په تنګو ځایونو لکه د مهاجرینو کمپونو کي ډیر ژر یو بل ته سره انتقالیږي. په همدې دلیل یې یو سربسته منزل په قرانطین کي راغی. خو دا چي هلته اکثره ځوانان اوسیدل، نو پر هیچا باندي هم کرونا ډیره سخته نه سوه.

خو د کرونا ویروس بیا د مهاجرینو د کمپ تر ۲۰۰ تنو اضافه مهاجرینو ته جانبي او عمومي تاوانونه ورسول:  مثلأ کمپ ته نور څوک میلمانه ورتلای نه سي او فوټبال هم نه سي کولای . د کمپ د  کتابتون  څخه هم نور څوک استفاده نه سي کولای. د کمپ وړکتون ته پریوه وخت یوازي ۸ کوچنیان د ورتګ اجازه لري. چای خانې او یا قهوه خانې خو بلکل تړلي دي.

انځور: picture-alliance/dpa/A. Medichini

د سمیر الجباري لپاره چي په بغداد کي یې د معلوماتي تکنالوژۍ تحصیل کړی دی، هر څه سم نه دي. هغه مجبوره دی، آلماني ژبه یوازي د انلاین له لاري زده کړي. د کار پیدا کیدل خو بیخي ورڅخه لیرې خبره ده او په اوس وخت کي یې هیڅ امکان په نظر نه راځي.

دغه عراقی کوښښ کوي چي یو ډول نه یو ډول ځان بوخت وساتي. هغه وايي: «ما  د کمپ په اشپزخانه کي داوطلبانه کار شروع کړی دی او د مشر اشپز څخه مي کارونه زده کړي.»

نو ایا جرمني د کرونا بحران پر مهال د مهاجرینو لپاره عاجل بسترونو، ماسکونو او یا واکسیونو تهیه کول هیر کړي دي؟ د جرمني د ایالتي مهاجرتونو او ادغام د شورا مشر، میمیت کیلیچ په آند همداسې ده. د هغه په خبره مهاجرین په اوس وخت کي د دوو تشویشونو سره مخامخ دي: په کرونا د اخته کیدو او اخراجیدو بیره. هغه زياتوي: «مهاجرین هغه ډله ده، چي تر ټولو ډیر د کرونا څخه کړیږي او په عین حال کي هیر سوي دي. په طبیعي ډول سره هغوی نه سي کولای خپلي غوښتني سمي مطرح کړي، خو په دې باندي بیا خوشاله دي، چي حداقل خپل ژوند یې ژغورلی دی.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب