1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ائتلافي حکومت سره وپاشل شو

۱۴۰۳ آبان ۱۷, پنجشنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ویلي چې په جنورۍ میاشت کې له پارلمان څخه د باور رای اخیستل پلان شوي دي، دا چاره ښایي وخت دمخه ټاکنو ته لار هواره کړي. دغه وضعیت وروسته له هغې رامنځ ته شو چې شولڅ د مالیې وزير له دندې ګوښه کړ.

د آلمان د ائتلافي حکومت د درو ګوندونو غړي، رابرت هابیک، په منځ کې صدراعظم اولاف شولڅ او د هغه د مالیې وزیر کریستیان لیندر - برلین ۲۰۲۱
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ ویلي چې په جنورۍ میاشت کې له پارلمان څخه د باور رای اخیستل پلان شوي دي، دا چاره ښایي وخت دمخه ټاکنو ته لار هواره کړيانځور: Mike Schmidt/IMAGO

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د دغه هېواد ماليې وزير له دندې ګوښه کړ. د کریستين لیندنر د ګوښه کېدو خبر د حکومت ویاند تائید کړ. ليندنر شولڅ ته وخت دمخه د ټاکنو د ترسره کیدو وړانديز کړی وو.

ليندر چې د (FDP) څخه دی ګوښه کول ېې د آلمان د ائتلافي حکومت د ختمیدو په معنی دی کوم چې د درو ائتلافي ګوندونو د سمبوليکو رنګونو (سور، شين او ژېړ) په خاطر ورته د «امپل» ائتلاف وايي. امپل په آلماني ژبه کې درې رنګه ترافيکي اشارې ته وايي.  

د آلمان ماليې وزير صدراعظم شولڅ ته وړانديز کړی وو چې ائتلافي ګوندونه دې د ۲۰۰۵ کال په څېر په ۲۰۲۵م کال کې له وخت څخه مخکې انتخابات ترسره کړي تر څو دغه هېواد له پاره یو نوی حکومت انتخاب کړي.

په وروستيو ورځو کې د دولت اصلي بحث پر دې وو چې څنګه کېدای شي د ۲۰۲۵م کال په میلیاردونو بودیجوي کسر موضوع حل او د آلمان اقتصاد چې تر ډیر فشار لاندې دی له سره ورغول شي.

شولڅ چې ډېری وخت پرې نیوکه کيږي چې سست او د یوه تکنوکرات په څیر عمل کوي، خو کله چې د خپل ماليې وزير د ګوښه کېدو په تړاو غږېده، خپل قاطعیت او پر ځان باور ېې ښکاره کړ.

شولڅ د ليندنر د «وړو سیاسي تکتيکونو» پر وړاندې تُنده لحجه وکاروله او هغه ېې پر خودخواهۍ تورن کړ چې په خبره یې «هیڅ د درک وړ نه ده.» 

شولڅ زیاته کړه: «د ماليې وزير لیندنر، زموږ د هیڅ کوم وړاندیز د عملي کولو له پاره کوم تمایل نه ښکاره کاوه.»

د آلمان صدراعظموويل چې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په ۱۵مه به ېې حکومت ته د اعتماد رایه ورکونه ترسره شي.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب