1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل: له طالبانو سره خبرې اترې اړيني دي

۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې ويلي دي چې د هغو افغانانو د را ايستلو له پاره چې د آلمان د حکومت سره یې کار کړی دی، له طالبانو سره خبرې اړيني دي. طالبانو هم په دې منځ کې ويلي دي چې «که ميرکل افغانستان ته سفر وکړي نو ډېر به خوښ شي.»

Angela Merkel
انځور: Markus Schreiber/picture alliance/AP

انګلا ميرکل د يکشنبې په ورځ وويل چې له طالبانو سره چې کابو ټول افغانستان یې په ولکه کې دی، د سياسي مذاکراتو د پېلولو پلوي کوي.

ميرکل څه وويل؟

د آلمان په لوېديځ هاګن ښار کې چې څه موده وړاندې د سېلاب له کبله سخت ځپل شوی وو، د څرګندونې پر وخت ميرکل وويل: «د طالبانو په اړه بايد ووايم چې موږ بايد له هغوی سره خبرې اترې وکړو، ځکه اوس هم هغوی په واک کي دي چې موږ ورسره خبرې کولی شو.»

نوموړې وويل چې دا خبرې اترې د هغو افغانانو د را ايستلو له پاره هم اړيني دي چې د آلمان له پوځ سره یې کار کړی دی او اوس هلته پاتې دي.

هغې زياته کړه: «موږ غواړو په ځانګړي توګه هغه خلک وباسو چې د آلمان د پراختيايي موسسو سره یې کار کړی دی او اوس ويره لري.»

ميرکل په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د خبرو اترو له لارې به موږ وتوانيږو په افغانستان کې بشري مرستو ته دوام ورکړای شو. هغې زیاته کړه چې د پروازونو په موخه د کابل هوايي ډګر پرانيستل يوه «ښه اشاره» ده.

د آلمان د سي ډي يو ګوند صدارت ته کانديد ارمين لاشېت چې د میرکل سره په دې سفر کې مل وو، هم له طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ وکړ.

د طالبانو دريځ څه دی؟

د صدارعظمې ميرکل تر دې څرګندونو د مخه د طالبانو يوه وياند د «ويلت ام سونتاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته ويلي ول چې دوی غواړي «له آلمان سره پياوړې او رسمي دېپلوماتيکي اړيکي» ولري.

خو ميرکل دا واضح کړې نه ده چې آیا د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان سره به بشپړې ديپلوماتيکي اړيکي ولري او که نه.

په دې منځ کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې ډله به يې «افغانستان ته د ميرکل له سفر څخه ډېره خوښه شي.» نوموړي د يکشنبې په ورځ د « Bild Live» سره خبرو کې وويل: «له انګلا ميرکل څخه به د زړه له تله هرکلی وشي.« نوموړي زياته کړه: «موږ به په رښتيا ډېر خوښ شو.»

میرکل ويلي دي آلمان غواړي هغه افغانان وباسي چې د آلمان له حکومت سره یې کار کړی دی انځور: Ryan Brooks/REUTERS

مجاهد د آلمان له حکومت څخه خپله دا غوښتنه تکرار کړه چې له افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي. هغه وويل: «موږ غواړو چې آلمان تر خپله وسه په افغانستان کې بشري برخه حمايه کړي او مرسته وکړي.» مجاهد زياته کړه چې افغانستان د روغتيا، زده کړو او همدا راز د زيربنا په برخه کې مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي وويل چې د آلمان حکومت پر دې سربيره کولی شي «ښځې او نارينه سوداګر او تشبت کوونکي ته دې وهڅوي چې موږ ته راشي او پانګونه وکړي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د روانې اونۍ په سر کې ويلي ول چې که طالبان «بنسټیز بشري حقونه او د ښځو حقونو ته» درناوې وکړي نو آلمان به په کابل کې د سفارت پر پرانيستلو غور وکړي.

«آلمان مو بخښلی، ورسره ښې اړيکي غواړو»

انتظار کیږي چې د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن به راتلونکې اونۍ کې آلمان ته راشي او له آلماني سياستوالو سره به د افغانستان پر وضعيت خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو نن، دوشنبه د پنجشير ولايت د نيولو ادعا کړې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله تويتر ليکلي دي چې پنجشير ولايت په بشپړه توګه د دوی لاس ته لوېدلی دی.

خو په عين وخت کې په پنجشير کې د «ملي مقاومت جبهې» ويلي دي چې د دغه ولايت په يوه «ستراتيژيکه» سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده.

ب. ص/ ن. ز (AP, dpa,Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: