د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ د یکشنبې په سهار کیف ته رسیدلی او هدف له اوکراینه د جرمني لا ډیر ملاتړ ښوول شوی.انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance
اعلان
د آلمان صدراعظم فریدریش میرڅ، د آلمان د اقتصاد وزیرې کاترینا رایشه او د جرمني د اقتصادي سکتور د مخکښو څیرو له یوه پلاوي سره د اوکراین پلازمینې کیف ته تللی دی.
میرڅ کیف ته د اورګاډي له لارې تر رسیدو وروسته وویل: «که روسیه ونه درول شي، ژر یا وروسته به خپل جنګي ماشین زموږ پر وړاندې وکاروي.»
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، تمه ده چې د آلمان صدراعظم د اوکراین د ملاتړ لپاره د شاوخوا یو میلیارد یورو په ارزښت د نوې پوځي مرستې او د انرژۍ د سکتور د زیانونو د ترمیم لپاره د ۳۵۰ میلیون یورو د ځانګړې کولو اعلان وکړي.
همداراز تمه ده چې میرڅ به په اوکراین او جرمني کې د دفاعي ډرونونو او اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د ګډ تولید پلانونه اعلان کړي.
د ډرونونو د تولید پر زیاتولو تمرکز
د جرمني حکومتد سرچینو په حواله، چې رویټرز او د جرمني خبري اژانس ترې راپور ورکړی، تمه ده چې د وسلو د تولید په برخه کې د زرګونو هغو ډرونونو پر پراختیا او تولید تمرکز وشي چې د روسیې له خوا د اوکراین پر ملکي زیربناوو د بریدونو لپاره د کاریدونکو چټکو او جټ انجن لرونکو ډرونونو د شنډولو وړتیا ولري.
همداراز تمه ده چې د هغو توغندیو تولید زیات شي چې له زرو کیلومترو څخه د ډیر واټن وهلو وړتیا لري. دا به اوکراین ته اجازه ورکړي چې له لومړۍ کرښې څخه لرې او حتی د روسیې دننه پر پوځي او لوژستیکي اهدافو د برید وړتیا لوړه کړي.
د مسکو په سره ميدان کې پر نازي آلمان باندې د بريا د ۸۰يمې کلیزې په مناسبت رسم ګذشت ترسره شوه. پوتين، په دې ترڅ کې په اوکراين کې د مسکو د بريا خبره وکړه. د دغه پوځي پريټ نور جزيات د انځورونو په دې ګالري کې کتلی شئ:
انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS
د دويمې نړيوالې جګړې يادون او سياسي او اديالوژيکي اهداف
د می نهه نیټه چې هر کال د روسي کورنيو له لوري د «بريا د ورځې» په توګه د شخصي یادونو سره لمانځل کيږي، خو حکومت تل هڅه کوي چې دا ورځ د خپلو سياسي موخو له پاره وکاروي. دا څرګندونې په خټه روسی کارپوه اليکس يوسپوف، وکړي. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د جمعې په ورځ د می ۹مه د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال پر اوکراين د بريا خبره وکړه.
انځور: Alexander Kryazhev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERS
پوتین او شي
د يو شمیر کارپوهانو په آند پوتين، هڅه کوي چې دا پريټ تر ډېره بريده «نړيوال ښکاره» کړي او نړيوال مشران به هم دلته د دغه بريا د لمانځلو په موخه راځي. خو پوتين هڅه کوي د هغوی له حضوره څخه د يوه ابراز په توګه ګټه پورته کړي. په دې انځور کې له پوتین سره له پوځي پريټ څخه د کتنې پر مهال د هغه نژدې متحدینو له هغې جملې څخه ېې چینايي سیال شی جین پینګ، هم حضور درلود
د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو، هم د می په ۹مه په مسکو کې د روسې پوځي پريټ په مراسمو کې حضور درلود.
انځور: KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP
انځورونه1 | 15
تمه ده چې د دې پراخې همکارۍ ګټه به جرمني ته هم ورسیږي؛ هم د روسیې د هایبرډ فعالیتونو پر وړاندې د خپل دفاعي توان د پیاوړتیا له پلوه او هم د کاري فرصتونو او ټکنالوژۍ له اړخه دواړه لوري مستفید شي.
همداراز تمه ده چې د جرمني صدراعظم له اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د اوکراین د سیاسي اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
اوکراین ته د آلمان د صدراعظم میرڅ دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څو ساعته مخکې بهرنیو دیپلوماتانو او نورو کسانو ته خبرداری ورکړی و چې د اوکراین له پلازمینې او په ځانګړي ډول له پوځي او حکومتي ودانیو څخه ډډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د هر ډول منفي پایلو مسؤلیت په بشپړه توګه د هغو کسانو پر غاړه دی چې دغه خبرداری له پامه غورځوي.»
خو د جرمني پلاوی له دې خبرداریو نه دی په شا شوی. مرز کیف ته له رسیدو وروسته وویل چې د ژمي له رارسېدو او د روسیې د بریدونو له زیاتېدو سره، «اوکراین به په راتلونکو اوونیو کې زموږ ټولو ملاتړ ته اړتیا ولري.»
اوکراين غواړي چې آلمان ورته ليوپارډ ۲ جنګي ټانکونه ورکړي. دغه هېواد ته لا دمخه درنې توپخانې، اکشتافي وسايط او دافع هوا يا د الوتکو ضد ټانکونه هم ورکړل شوي دي. خو دغه جنګي وسلې څه توپير سره لري؟
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance
جنګي ټانک ليوپارډ ۲
«The main battle tank» (ام بي ټي) يا ليوپارډ ۲ د جګړې د ډګر «بهترين وسله وال موټر» دی چې د فاير يا ويشتو ډېر قوت لري. ليوپارډ ۲ «يوه ډېره متحرکه صحرا تلونکې نقليه وسیله بلل کيږي چې زنځير او يوه ډېره قوي ماشينداره د اصلي وسلې په توګه لري چې ۳۶۰ درجې څرخي.
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance
زغروال خودکاره هاوبڅ ۲۰۰۰ ټانکونه
«هاوبڅ ۲۰۰۰ ټانک» زنځير لرونکی یا چین داره د توپخانې سیسټم دی چې راکټونه یې تر ۶۰ کيلومتر اوږد واټن پورې فاصله په نخښه کولی شي. دا چې مرمۍ یې په اتوماتيک ډول ډکيږي نو دا د مسلسل فاير ډېره زياته وړتيا لري.
انځور: Sven Eckelkamp/IMAGO
ماردر ټانکونه
دا ټانکونه زياتره وخت د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سپکو وسلو څخه د دفاع په موخه کارول کيږي او همدا راز د درنو ټانکونو په مقابل کې هم دفاع کوي. د دې ټانکونو اصلي دنده د جګړې ډګر ته د عسکرو انتقال دی. دا پياده جنګي وسايط يا ټانکونه درانه يا جګړه ایز ټانکونه د جګړې تر میدانه بدرګه کوي او ساتنه ترې کوي. دا ټانکونه په سپکو وسلو او زیاتره وخت په هدایت شويو توغنديو سمبال وي چې زغروال ټانکونه سوري کوي.
انځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance
زغره وال پوما ټانکونه
پوما د لا ډېر جګړه ايز ځواک په لرلو سره له ماردر ټانکونو لا عصري دي. دا ټانک د ۳۰ ملي متره کاليبر لرونکی بشپړ قوي توپ لري. د ټانک پر سر د توپ د کنترول له پاره پرسونل ته اړتيا نه وي ځکه چې وسله له لیرې کنتروليږي.
انځور: picture alliance/dpa/H. Hollemann
پرسونل انتقالوونکې فوکس ټانکونه
زغره وال پرسونل انتقالوونکي فوکس او بوکسر ټانکونه د ځمکنيو قطعاتو، تلفاتو او يا د تجهیزاتو د انتقال له پاره طرحه شوي دي او يوازې په سپکو وسلو سمبال دي. دا په دې معنا چې دا ټانکونه په عمومي ډول يوازې د سپکو او منځنيو ځمکنيو وسلو پر وړاندې مقاومت کولی شي.
انځور: Sven Eckelkamp/IMAGO
اکشتافي زغره واله نقليه وسيله
کوچنۍ، چټکه، خاموشه او يوازې په سپکو وسلو سمباله دا نقليه وسیله چې «فينک» نوميږي د لولکس ټانکونو ځای ناستي او د آلمان د پوځ اصلي اکتشافي ټانک دی. دا د دريمې کچې زرې محافظت لري او په بيلا بيلو وسلو سمباليدلای شي.
انځور: picture-alliance/dpa
بفل؛ ځانګړې زغره والې نقليه وسيلې
د «Büffel» زغره وال د حصول يا بيا موندنې دا ټانکونه د هغو ټانکونو او نورو درنو وسلو او ابزارو په بيا موندلو او ترلاسه کولو کې مرسته کوي چې د جګړې په ډګر کې د بريدونو له کبله ويجاړ شوي وي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Schulze
پل جوړونکي ځانګړي زرې ټانکونه «بيبر»
«بيبر» پل جوړونکي ټانکونه دي چې د سيندونو او خندقونو څخه د تیرېدو له پاره ډیزاين شوي. دغه ټانکونه په صعب العبور سیمو کې ډیر ګټور بلل کیږي او نورو نقیله جنګي وسایطو ته د پل په توګه نقش لوبوي.
انځور: Patrik Stollarz/AFP via Getty Images
دافع هوا لرونکي فلاک ګيپارد ټانکونه
ګيپارد په هر ډول آب و هوا کې کار ورکونکی خودکاره د الوتکې ضد ټانک دی چې په ۱۹۶۰م لسیزه کې جوړ شوې او په ۱۹۷۰م لسیزه کې ميدان ته کښته کړل شو. دا ټانکونه څو ځلي عصري شوي او په نويو او پرمختللو وسايلو سمبال شوي دي. دا د آلمان د پوځ او د ناټو د يو شمير نورو هېوادونو د هوايي دفاع اساس بلل کيږي.