1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مذهبي تنوع ډېرېدل

کرستوف شتراک | بريښنا صابر
۱۴۰۵ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

په آلمان کې د ډيرو خالي پرېښوول شويو کليساو ځای اوس د نورو مذهبونو عبادتځايونه نيسي. کډوالو له ځان سره خپل مذهبي عقايد هم راوړي چې له کبله یې د آلمان د ښارونو بڼه په وار وار سره متنوع کیږي.

يو مسجد کې ګومبزه او مينار لري، ليدل کيږي.
د آلمان د ایرفورت ښار د احمديه ټولنې يو مسجدانځور: Christoph Strack/DW

د آلمان د بايرن ایالت په شمال کې پروت د يو لک او ۱۹ زرو نفوس لرونکی ښار ایرلانګن دمګړۍ له يو شمیر تغیراتو څخه د تیريدو په حال کې دی.

دلته په يوه وخت کې پر څو پروژو باندې کار روان دی. د یوې نوې کنيسې جوړېدو ته چمتووالی نيول کيږي. د ښار دوه ستر جوماتونو د پراخوالي له پاره پلانونه جوړوي او د ښار په يوه لېرې پرته سيمه د هندوانو يوې ټولنې د مندر جوړولو له پاره ځمکه رانيولې ده.

د ښار د ادغام او تنوع د ادارې د مشرې سلویا کلين، په حواله ايرلانګن د بیلو کلتورونو، ژبو او مذهبونو پر يوه څرګند مثال باندې اوښتی دی.

اړونده موضوع: په آلمان کې د مسجدونو په اړه شپږ حقايق

د ایرلانګن په پوهنتون کې دمګړۍ له هند څخه راغلي تر دوه زره ډېر محصلين په زده کړو بوخت دي. د دغه هندو مذهبه محصلينو د «هندو تيمپل فرينکن» په نوم ټولنه وايي چې هندوان د دې ښار تر ټولو ستره بهرنۍ يا غیر آلمانۍ ټولنه ده.

دا ټولنه د بسپنو، خپلو شخصي مالي وسایلو او د پور په مرسته د ځمکې په رانيولو توانيدلي دي او تمه لري چې د دې مندر د جوړېدو چارې به تر ۲۰۲۷م کال پورې بشپړې شي.

د مذهبي تنوع بېلګه

د ایرلانګن ښار د دې خبرې څرګنده بیلګه ده چې په آلمان کې مذهبي تنوع اوس د ښار په منظره يا څيره کې په څرګند ډول ليدل کيږي. دودیزې کليساوې اوس هم شته چې کاتوليکي او د پروتستانت عبادتځایونه پکې شامل دي. همدا راز يوه يوناني ارتودوکس او يوه روسي ارتودوکس کليسا هم موجوده ده. 

همدا شان درې کاله تر مخه د ښار په بروک سیمه کې يوه پخوانۍ کاتوليک کلیسا د قبطي مسيحيانو پر يوې کلیسا واړول شوه او اوس دا يوه قبطي ارتودوکس کليسا ده.

په کريفیلډ کې د دې مسجد د جوړېدو چارې د څو کلونو راهېسې ولاړې دي.انځور: Christoph Strack/DW

د دې کلیسا يوه کارکوونکي رګايي ايدورد ماتا، دويچه ويله ته وويل: «په ماضي کې دلته موږ سره ۱۸ کورنۍ وی چې د وګړو شمیر یې کابو ۵۰، ۶۰ وو. خو نن دا شمیر تقريباً ۶۰ کورنيو او شا او خوا ۲۰۰ وګړو ته رسېدلی دی.»

هغه وويل چې دا شمیر وار په وار ډيرېږي او کابو ۴۰ محصلين هم له دې کليسا سره تړلي دي.

خو برعکس بيا د آلمان د سترو کليساو شمیر مخ پر کمیدو دی. څو کاله مخکې د آلمان تر نيمايي ډېرو وګړو ځان عيسويان بلل خو نن سبا تقریباً ۳۶،۶ ميليون کسان په کاتوليک او يا پروتستانت کليسا پورې تړلي دي چې د هېواد د ۸۳،۵ ميليون نفوس کابو ۴۴ سلنه دي. د مخ پر ودې تمايل پر اساس کلیساوې تړل کيږي او يا ترې په بل ډول کار اخیستل کيږي او یا یې شمیر محدوديږي.

د آلمان د مهاجرت او کډوالۍ فدرالي ادارې په حواله تر ۲۰۲۰م کال پورې په هېواد کې تر ۵،۳ میليون ډېر مسلمانان اوسېدل. دا په داسې حال کې ده چې د پروتستانت کليسا د ۲۰۲۴م کال د يوې سروې په حواله په آلمان کې ۳،۸ ميليون ارتودوکس عيسويان موجود دي.

پر دې سربیره په آلمان کې يهودان، بدايان، بهايان او هندوان هم ژوند کوي. خو د دې مذهبی ډلو په اړه موجودې شمير د اټکلونو پر اساس شوي دي.

يوه خبره روښانه ده چې د آلمان د ښارونو مذهبي بڼه په چټکۍ سره ډېره د متنوع کيدو په حال کې ده. دا تغیر د نویو عبادتځايونو په جوړولو سره په څرګند ډول ليدل کيږي خو د دې ډول ځايونو د دقيق شمیر معلومول تقريباً ناممکن کار دی. 

د ۲۰۲۴م کال په دوبي کې د بديانو راهبانو د برلين ښار په برلین مټه کې يو نوی مندر پرانيست. دمګړۍ په ټول آلمان کې د بدایانو کابو ۲۰ خانقاه ګانې موجودې دي.

هند: د ورانو شويو جوماتونو هندو ساتونکي

04:09

This browser does not support the video element.

د روان میلادي کال په جون میاشت کې په برلين کې د هندوانو د تر ټولو ستر مندر د پرانيستل کيدو تمه کیږي. پر دې پروژې باندې شخصي کسانو په ۲۰۰۴م کال کې کار پيل کړی وو او په ۲۰۱۰م کال کې یې د جوړېدو چارې پېل شوې وې.

د دې پروژې اصلي محرک ولواناتن کرشنامورتي دويچه ویله ته وويل: «موږ د ودې په حال کې يوه ټولنه يو.»

د رسمي شمیر په حواله د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ م کالونو ترمنځ په برلين کې د هند تابعيت لرونکو کسانو شمیر تر لس چنده هم ډېر شوی دی او تر ۴۱ زرو اوښتی دی.

په آلمان کې د ترکانو اسلامي مرکز "دیتیب"په حواله د دې ټولنې تر چتر لاندې په آلمان ۸۶۲ مساجد فعال دي. دا ټولنه د ترکیې د «ديانت» په نامه ځواکمنې ادارې لاندې فعاليت کوي چې د ترکیې د ولسمشر تر نظارت لاندې ده.

خو په آلمان کې ځينې نوې ودانیزې پروژې درېدلي دي. د مثال په توګه په کريفیلډ کې د يوه مسجد د جوړېدو چارې د څو کلونو راهېسې ولاړې دي.

اړونده موضوع: د جرمني کولن ښار غواړي په لاوډسپيکر کي د آذان اجازه ورکړي

احمديه ټولنه چې په پاکستان کې د احتمالي تاوتريخوالي له کبله شکایت کوي، په آلمان کې هر کال نوي مسجدونه جوړوي. په فیبرورۍ میاشت کې یې هم په ایرفورت ښار کې يو نوی جومات پرانيستی دی. د احمديه ټولنې وياند سليمان ملک، وويل چې په تېر دسمبر میاشت کې هم دوی يوه ودانۍ پرانيستې وه او دا چې د آلمان په شمالي ښار هوسوم کې هم ودانیزې چارې روانې دي.

هره نوې پروژه يوه نوې ودانۍ نه وي بلکې ځيني وخت مذهبې ټولنې داسې ځايونه هم په لاس راوړي چې تر دې د مخه د کليساو او يا نورو مذهبې ادارې ملکيت ول.

د ودانولو په حال کې مسجدونه او کنيسې

په نويو جوماتونو کې د ایرلانګن د «امن مسجد» هم شامل دی چې د پراخولو پر يوه پروژه کې کار روان دی. دلته په آلمان کې د ميشتو ټولو مسلمانو ټولنو غړي راځي او خطبې په آلماني ژبه کې وي. 

اړونده موضوع: په الجزاير کې د «افريقا تر ټولو ستر مسجد» پرانيستل شو

يهودان هم پر نويو ودانیزو پروژو بوخت دي. په ۲۰۲۳م کال کې په ماګډه بورګ او په ۲۰۲۴م کال کې په پوتسدام کې د نویو کنيسو تر افتتاح وروسته اوس د آلمان په ټولو ايالتي مرکزونو کې د يهودانو عبادتځایونه موجود دي. پر دې سربیره نورې پروژې هم تر کار لاندې دي.

په آلمان کې سوريايي، يوناني، روسي، رومانيايي او سربيايي ارتودوکس ټولنې هم تشې پرتې کلیساوې کاروي او چارې یې تنظيموي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب