محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پرس، اسوشتید پریس، دي پي اې
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه
د آلمان مسیحي اتحادي ګوندونو (سي ډي او/سي اس یو) او (اس پي ډې) د آلمان د راتلونکي ائتلافي حکومت جوړولو ائتلافي تړون لاسلیک کړ. په ورته وخت کې آلمان له پاره بدیل ګوند د داخلي استخباراتو پر ادارې حقوقي شکایت کړی دی.
د آلمان مسیحي اتحادي ګوندونو، (سي ډي او/سي اس یو) او (اس پي ډې) د آلمان د راتلونکي ائتلافي حکومت جوړولو ائتلافي تړون لاسلیک کړ انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance
اعلان
د آلمان محافظه پاله ګوند مسيحي ديموکرات (سي ډي يو) او مسيحي سوسيال ګوند (سي اس يو) چې اتحاد سره لري، د آلمان له سوسیال دموکرات ګوند (اس پې ډې) سره ائتلافي تړون لاسلیک کړ. دې سره د آلمان نوي حکومت ته د سه شبنې په ورځ د لوړې مراسمو د ترسره کولو لار هواره شوه.
په پام کې ده چې د سي ډي او ګوند مشر، فریدیښ ميرڅ، به سبا سه شنبه د می ۶مه د آلمان د صدراعظم په توګه لوړه وکړي. هغه د ائتلافي هوکړې تر لاسلیک کولو مخکې وویل چې درې واړه ګوندونه به په ګډه او په قاطعیت کار کوي.
د آلمان د کورني استخباراتو ادارې د جمعې په ورځ د آلمان له پاره بدیل ګوند «د ښي اړخي افراطي» سازمان درجه بندي کړ. دغه ګوند تر دغه اعلان لږ وروسته پر خپله ویب پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې او به هغه کې ېې د آلمان د کورني استخباراتو اداره وننګوله.
په دغه اعلامیه کې د استخباراتو ادارې ته خبرداری ورکړل شوی چې له «درجه بندۍ کولو، یا هم د کټګوري بندی کولو، همدارنګه له نظارت کولو، ورسره د معاملې کولو، یا هم د آزمویلو او یا هم اې اف دې ګوند په عامه توګه د یو «ښي اړخي افراطي په توګه له اعلانولو ډډه وکړي» او دا ډول حرکتونه نه دي نه کوي.
په ورته وخت کې په پارلمان کې د آلمان له پاره د بدیل ګوند د تورنګین ایالت مشر، هوکو، باندې په دې خاطر نیوکې شوي چې پر اکس شبکه یو خپور کړي پُست کې ېې د آلمان د کورني استخباراتو ادارې ته خبرداری ورکړی دی. دغه پُست وروسته بېرته پاک کړل شوی دی.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
آلمان: د ښی اړخۍ پر لور حرکت پر ضد احتجاج
د شنبې او يکشنبې په ورځو په ټول آلمان کې په سونو زرو کسانو د «ای اف ډي» ګوند او په نورو ګوندونو کې د ښی اړخۍ پر لور حرکت پر ضد احتجاج وکړ. د محافظه پال اتحاد له خوا صدراعظمۍ ته کانديد ميرڅ، سره هم مخالفت څرګند شو.
انځور: Andreas Arnold/picture alliance/dpa
د اکتوبر فیستيوال د مشهورې ميلې پر ځای احتجاجي غونډه