1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د المان د بهرنیو چارو وزیري اوکراين ته سفر کړی

۱۴۰۳ آبان ۱۴, دوشنبه

د المان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسېدلې ده. د هغې د سفر هدف د امریکا له ټاکنو مخکې اوکراین ته د اروپا د ملاتړ د دوام ډاډ ورکول دي.

د المان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک د کیف په اطرافو کې د پوځیانو ترڅنګ ولاړه ده
المان تر امریکا وروسته د روسیې پر وړاندې جګړه کې کیف ته تر ټولو ډیرې وسلې ورکوي. انځور: Jörg Blank/dpa/picture alliance

د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د نوومبر ۵) په امریکا متحده ایالاتو کې د ترسره کیدونکو ولسمشریزو ټاکنو پایلې کیدای شي د روسیې او اوکراین د جګړې په هکله د واشنګټن په تګلاره کې د ستر بدلون سبب شي.

د امریکا له ټاکنو یوازې یوه ورځ مخکې کیف ته د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک نا اعلان شوی سفر دې خبرې ته اشاره کوي چې اروپایي اتحادیه نه غواړي چې د روسیې پر وړاندې د اوکراین په جګړه کې د کیف په تائيد او ملاتړ کې هیڅ ډول کمی رامنځته شي او دا خبره د یوه مهم سیاسي پيغام په توګه امریکا ته هم واضح کول غواړي.

المان اوکراین ته د وسلو دویم لوی تامینونکی هیواد دی

المان تر امریکا وروسته د روسیې پر وړاندې جګړه کې کیف ته تر ټولو ډیرې وسلې ورکوي. له نننۍ دورې مخکې هم د المان د بهرنیو چارو وزیرې څو ځله ویلي دي چې د برلین له خوا به د کیف په ملاتړ او تائید کې هیڅ کمی رامنځته نه شي.

د المان خبري آژانس (ډي پي ای) په حواله بیربوک کیف ته له خپل سفر څخه مخکې وویل: «په ټوله نړۍ کې له خپلو ډېرو متحدو هیوادونو سره په ګډه، المان په ثابت قدمۍ سره د اوکراین تر څنګ ولاړ دی.»

د بیربوک په ټکو «موږ به تر هغې د اوکراین د خلکو ملاتړ او تائيد جاري وساتو چې دوی ورته اړتیا ولري، څو دغه هیواد د یوه عادلانه امن په مسیر کې خپل سفر جاري وساتلی شي.»

د اوکراین له پاره جګړه په ډیر نازک پړاو کې

د کيف له نظره د روسیې پر وړاندې د اوکراین جګړه اوس یوه ډیر نازک پړاو ته داخله شوې ده. له دې امله هم چې روسي پوځ د جګړې په ډګر کې که څه هم سست، خو بریالیتوبونه ترلاسه کوي. همدارنګه د مسکو له خوا د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د بې سارې بمبارۍ له کبله هم اوکراین له یو ډیر سوړ ژمي سره مخامخ کیدونکی دی.

د دغو واقعیتونو په پام کې نیولو سره د امریکا له ټاکنو مخکې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د کیف ملاتړ کوونکي لویدیځ هیوادونه په یوه داسې اوږدمهاله پلان کې له ځان سره د شاملولو کوښښ کړی و، کوم چې ده د «بريا پلان» بللی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

02:00

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب