1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په الماني پوځ کې د ډرون ضد وسلو د نوو سیستمونو غوښتنه

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۳۰, یکشنبه

د المان د وسله والو ځواکونو سرمفتش جنرال کارسټن برویر غواړي چې له ډرونونو سره د مقابلې په خاطر په الماني پوځ کې په بیړه د وسلو نوي سیستمونه ځای پرځای کړي.

د الماني پوځ سر مفتش جنرال کارستن برویر،
دغه الماني لوړپوړي جنرال وویل چې مونږ باید د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې، بې پیلوټه الوتکې وکاروو.انځور: Sean Gallup/Getty Images

د الماني پوځ سر مفتش جنرال کارستن برویر، په برلین کې د المان خبري آژانس ته وویل: «یوه خبره زما له پاره واضح ده: بالاخره مونږ باید د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې، بې پیلوټه الوتکې وکاروو.»

د دغه الماني جنرال په وینا په کوم لوړ شمیر کې چې روسیه د اوکراین پر وړاندې له ډرونونو څخه استفاده کوي، د هغې اغیزمنه دفاع «یوازې د مختلفو وړتیا د ترکیب په صورت کې ممکن کیدلی شي.»

برویر په څو میاشتو کې په دې برخه کې د پرمختګ هیله لري. نوموړي په بونډس ویر یا الماني پوځ کې د لوئټرنګ میونیشنز(لوئټرنګ مهماتو) په نوم سیستم د معرفي کولو ضرب الاجل ته اشاره وکړه.

دا کامیکازی ډرونونه دي چې په جنګي سرګولولو سمبال دي او په لوړ شمیر کې د اهدافو پر لور استول کیدلی شي. همدارنګه دا پخپله هم د مصنوعي زیرکتیا په مرسته په اوتوماتیک ډول اهداف لټولی شي.

دغه ډرونونه تر هغې پورې د یوه هدف په شاوخوا کې څرخي، څو هغه یې نه وي تشخیص کړې او بیا ور سره ځان جنګوي.

د جنرال کارسټن برویر په خبره: «مونږ په مارچ میاشت کې د لوئټرنګ میونیشنز په اړه پریکړه کړې وه او د کال تر پایه به پوځ د لومړي ځل له پاره په مستقیم ډول دا وتوغوي.»

نوموړي زیاته کړه: «د ډرون په مقابل کې د ډرون جنګ په همدمره بیړه پرمخ وړل کیږي، لکه د لوئټرنګ د مهماتو معرفي کول چې وو.»

خو نوموړي خبرداری ورکړ چې د نورو ګواښونو له پامه غورځول به تیروتنه وي: «مونږ باید دا ونه وایو چې یوازې پر بې پیلوټه الوتکو توجه متمرکز کوو. څومره چې زمونږ د دفاعي وړتیا له پاره د ډرون پرمختګ مهم دی، مونږ لا هم د کروز توغندیو، راکټونو او الوتکو له خطر سره مخامخ یو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل