1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: طالبان دي په خرقه شریفه کي د سولي خبرو ته راسره کښېني

۱۳۹۹ آذر ۲۷, پنجشنبه

ولسمشر غني په کندهار کي له قومي مشرانو سره په خبرو کي ويلي دي چي طالبان دي په خرقه شريفه کي خبرو ته ورسره کښېني. غني څو ورځي مخکي ويلي ول چي د سولي خبري دي په افغانستان کي وسي.

Afghanistan Kabul | Sitzung: Ashraf Ghani
انځور: Official Page for the President of The Islamic Republic of Afghanistan

ولسمشر غني د خپل لومړي مرستيال او ملي امنيت سلاکار په ملتيا د پنجشنبې په ورځ کندهار ته سفر کړی او هلته يې له قومي مشرانو او امنيتي چارواکو سره ملاقات کړي. د دغه سفر موخه د امنيتي وضعيت څېړل ښوول سوي.

اشرف غني په کندهار کي ويلي دي: »پر وسله والو طالبانو ږغ کوم چي د سولي خبرو له پاره په خرقه شریفه، احمدشاه بابا زیارت او یا هم د میرویس نیکه په مزار کي راسره کښېني.«

هغه زیاته کړه چي دوه کاله ترمخه يې د اوربند اعلان وکړ، ټول افغانانو طالبانو ته غېږه خلاصه کړه، نه چا طالبانو ته سپکاوی وکړ، نه چا ترخه خبره ورته وکړه، نو بیا ولي دوی له اوربند څخه بیریږي؟

د ولسمشر په قول ولي طالبانو د اوربند پرمهال خپلو جنګیالیو ته اخطار ورکړ، چي په کلیو او بانډو کي له نورو افغانانو سره مه ږغیږی.

اشرف غني وروستیو جګړو ته په اشارې سره وویل چي په وژولو باندي سوله نه راځي، سوله د یو او بل په منلو راځي، سوله په خبرو او منطق باندي راځي: »سوله په دې راځي چي راسئ! خرقې مبارکې ته، اوس خو دوی وايي چي د دوی مؤافقتنامه له امریکا سره ده او بهتره ده چي شریعت ته سره ولاړ سوو، خو که هغه نه منی، نو راسئ د میرویس نیکه یا د احمدشاه بابا په مقبره کي سره کښېنو. لوی کندهار لوی دی، ځکه کندهار د تاریخ په اوږدو کي لویه غېږه وه او ده.«

ولسمشر اشرف غني له کندهاریانو وغوښتل چي د حکومتولۍ او ادارې په پياوړتیا کي داسي مرسته وکړي چي هر کندهاری په دې اداره کي ځان وویني.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ، چي د کندهار په خرقه شریفه کي د سولي خبرو ته لبیک ووايي او زیاته يې کړه «تاسو ولي له خپل ولس او هیوادوالو ډاریږئ؟!»

په یاده جوړه سوې غونډه کي د کندهار او روزګان ولایتونو والیانو، امنیتي مسئولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، ښځو او ځوانانو ولسمشر ته په دې وروستیو کي د کندهار او روزګان په ځانګړي ډول د (د هراود) ولسوالۍ پر ناامنۍ خپلي اندېښنې شریکي کړي او معلومات وړاندي کړل.

محمد اشرف غني په یادو ولایتونو کي د لوژیستیکي چارو پر مدیربت او د ضایعاتو پر مخنیوي ټېنګار وکړ او زیاته يې کړه، په دې برخه کي باید واضح او منسجم پلانونه موجود وي: »د کندهار امنیتي وضعیت د ښه والي او د امنیتي ځواکونو د لا تجهیز له پاره جدي تصامیمو ته اړتیا لري، ځکه کندهاریان یوازي نه دي، بلکي کابل او کندهار د افغانستان زړه دی او موږ واضح حقیقتونه غواړو، تر څو مناسب بدیلونه ورته ولرو.«

ولسمشر اشرف غني په داسي حال کي کندهار ته سفر کوي چي په دې تیره یوه میاشت کي د کندهار ښار ته نژدې ولسوالیاني (ارغنداب، پنجوايي، ژړۍ او ډنډ) سختي ناارامي سوي او د روزګان ولایت دهراود ولسوالي په یوه میاشت کي دوه واري سقوط کړی دی.

که څه هم ولسمشر اشرف غني ته له کندهار ښار څخه نژدې ۱۵ کیلو متره لیري په احمدشاه بابا هوايي ډګر کې د ۲۰۵ اتل قول اردو په مرکز کي مراسم نیول سوي وو، خو ټول کندهار ښار ته د وسایطو پر داخلیدو یو مخ بندیز لګول سوی او د ښار اکثره دوکانونه تړلي ول.

له خلکو سره د اکثرو پولیسو چلند هم کندهاریان په غصه کړي او ان ځينو کسانو دويچه ويله ته وویل چي د ولسمشر تر دغه شان راتګ نه راتګ ښه دئ، ځکه ناروغان ورسره دي او څوک يې روغتون ته د وړولو اجازه نه ورکوي.

محمدابراهیم سپېڅلی / کندهار 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل