1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني په کندهار کي ستر روغتون پرانيست

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

ولسمشر اشرف غني کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي د «مومند» دوه سوه بستریز روغتون پرانیست. غني همدارنګه ټینګار وکړ چي د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبان نور د جګړې د دوام له پاره کوم دلیل نه لري.

Aschraf Ghani
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پنجشنبه (۲۰۲۱م کال د اپريل ۲۲) د ځینو لوړپوړو حکومتي چارواکو سره په ګډه کندهار ته سفر ورکړ. اشرف غني په خپل دغه سفر کي «مومند» روغتون پرانیست.

هغه د «مومند بین المللي» روغتون جوړیدل د کمال خان بند په ډول د افغانستان د خلکو له پاره یو ویاړ وباله او زیاته یې کړه چي پس له دې خلک مجبور نه دي د درملني له پاره تر هیواد دباندي ولاړ سي.

اشرف غني د نوموړي روغتون د پرانیستلو په مراسمو کي د کابینې غړو ته لارښوونه وکړه چي پس له دې هر دولتي چارواکی چي ناروغه کیږي، له افغانستانه د بهر پر ځای دي د درملني له پاره «مومند بین المللي روغتون» ته مراجعه وکړي.

جمهور رئیس غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل چي نور په دغه هیواد کي د جګړې له پاره کوم دلیل نه سته. هغه طالبانو ته په خطاب کي وویل: «راځئ چي په افغاني همت، وحدت، ارادې او درک سره دغه هیواد جوړ کړو.»

ولسمشر ټینګار وکړ چي اجازه به ور نه کړي چي د «جمهوریت فصل» نیمګړی پاته سي: «خارجي ځواکونه وزي او زموږ ژمنه داده چي هغوی به په عزت سره رخصت کړو، دا ځکه چي زموږ سره یې مرسته کړې ده. موږ له خپلي خاوري څخه تل ساتنه کړې او بیا به یې هم وکړو.»

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د دغه روغتون د پرانیستلو په مراسمو کي د «مومند ګروپ» مسؤلین چي په اوسنیو شرایطو کي په افغانستان کي پانګونه کړې، وستايه.

صالح د سولي د خبرو اترو په اړه وویل: «طالبان باید له انتخاباتو څخه ونه بیریږي، دا ځکه چي اوس سیستم آماده دی او خلک کولای سي د الکترونیکي تذکرو له لاري خپلي رايي ورکړي.»

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پریکړي پر اعلان سربیره، تر اوسه لا د سولي د خبرو اترو سرنوشت معلوم نه دی.

که څه هم ترکیې ویلي دي چي تر روژې وروسته به د استانبول کنفرانس جوړ سي خو ځینو سرچینو بیا په دغه کنفرانس کي د ګډون له پاره د طالبانو د تازه شرطونو خبره کړې.

د دغو سرچینو په باور طالبانو ویلي دي چي په هغه صورت کي به په دغه غونډه کي ګډون وکړي چي د دغي ډلي پاته ۷ زره نور بندیان آزاد او همدارنګه د هغوی د رهبرانو نومونه له تور ليست څخه لیري کړای سي.

PG/NZ/SHI

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب