1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني کې پر افغان پوځ درنې چاودنې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۹ آذر ۹, یکشنبه

يوه ځانمرګي موټر بريد په غزني کې د ملي اردو يوه اډه په نښه کړې ده چې لږ تر لږه ۲۶ امنيتي ځواکونه يې پکې وژل شوي دي. دغه خبره افغان چارواکو کړې ده.

Afghanistan Anschlag in Dschalalabad
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

دغه بريد د افغانستان په ختيځ کې پروت د غزني ولايت کې شوی دی. په دغه سيمه کې د اوږدې مودې راهيسې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتې دوام لري. «موږ ته تر دې دمه ۲۶ مړي او ۱۷ ټپيان راوړل شوي دي. هغوی ټول امنيتي ځواکونه دي.» دغه خبره باز محمد همت چې د غزني‌ د روغتون مشر دی، د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.

د عزني د ولايتي شورا يوه عړي، نصير احمد فقيري هم د مرګ ژوبلې دغه ارقام تائيدوي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند، طارق ارین ويلي دي چې دغه چاودنه له چاوديدونکو موادو څخه ډک يوه موټر په ذريعه شوې ده. د دغې چاودنې مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی.

دغه خونړی بريد په داسې وخت کې شوی چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مذاکراتي پلاوي له اوونيو راپديخوا د بين الافغاني مذاکراتو په موخه سره راټول شوي دي.

تر دې وړاندې د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو نورو سيمو کې د سختو جګړو او وسلوالو حملو رپوټونه ورکړل شوي دي.