1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي، ۲۰ ټپيان دي

۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعه

په غزني کې په يوه چاودنه کې د ماشومانو په گډون ۱۱ ملکيان وژل شوي دي. دغه خبره د افغانستان د کورنيو چارو وزارت کړې ده.

انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: DW/E. Mahdavi

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين ويلي دي چې د ۱۵ وژل شوو تر څنګ تقريباً ۲۰ کسان نور ټپيان شوي هم دي.

د معلوماتو له مخې يې چاودنه د قران شريف د ختم په مراسمو کې شوې ده. د ياد وزارت په حواله دغه چاودنه د ځايي وخت مطابق له غرمې وروسته پر دوو بجو په ګيلان ولسوالۍ کې شوې ده.

چاودنه د يوه زرنج موټر د چاودنې په پايله کې رامنځ ته شوې ده چې چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای ول. خو د ياد ولايت د والي وياند، وحيد الله جمعه زاده، ويلي دي چې د لومړنيو پلټنو له مخې په دغه چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او چاودنه هغه مهال وشوه چې ماشومان په موټر سايکل باندې د يوه سپاره پلورونکي چاپېره سره راټول شوي ول.

جمعه زاده وويل چې د قرآن مجيد ختم په څېرمه پرته ودانۍ کې وو. تر اوسه هيڅ کومې ډلې د دې پېښې مسئوليت نه دی منلی.‌

غزنی د افغانستان يو له ناکرارو ولايتونو څخه دی. طالبان يې نيمه برخه ولسوالۍ تر ولکې لاندې لري په داسې حال کې چې د نورو ټولو ولسواليو پر سر رقابتونه لا جريان لري.