1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني: د سړک غاړې ماين په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي

۱۳۹۹ آبان ۳, شنبه

افغان چارواکي وايي په غزني ولايت کې د سړک غاړې يوه ماين په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي دي. چاودنه د شنبې په ورځ هغه وخت رامنځ ته شوه چې د ملکيانو يو موټر، پر سړک ځای پر ځای شوي ماين باندې وخوت.

Anschlag in Afghanistan Nähe der Bagram Air Base
آرشيفانځور: picture-alliance/AP Photo/Rahmat Gul

د اسوشتيد خبري آژانس له کابله د غزني د والي د وياند، احمد خان سیرت، له قوله ليکي چې د لومړني ماين تر چاودنې وروسته د دوهم ماين په چاودنه کې دوه پولیس سرتيري هم وژل شوي دي. د سیرت په خبره دوهمه چاودنه د لومړۍ چاودنې د قربانيانو د انتقال پر وخت رامنځ ته شوه.

د والي وياند دغه راز زیاته کړې چې په دغو چاودنو کې يو شمیر کسان ټپيان شوي هم دي. هغه زياته کړه چې د پيښې په اړه څيړنې روانې دي.

تر اوسه د دغو بمي بريدونو مسئوليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو د غزني ولایت د امنيه قوماندانۍ ویاند ادعا کوی چې ماينونه طالبانو ځای پر ځای کړي وو.

په وروستيو کې په افغانستان کې جګړو او حملو په داسې وخت کې زور اخیستی دی، چې د قطر هيواد په دوحه کې د افغان جګړې د پای په موخه د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاو تر منځ د سولې مذاکرات په لاره اچول شوي دي.

تيره ورځ په نيمروز ولایت کې د ملي پوځ لږ تر لږه شل سرتيري وژل شوي ول چې د رپوټونو په حواله ځايي طالبانو يې مسئوليت پر غاړه اخیستی وو.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.ا.