طالبان: په غزنې کې لس طالبان غرق سوي دي
۱۴۰۱ مرداد ۷, جمعه![Afghanistan Ghazni | Taliban Kämpfer](https://static.dw.com/image/58837870_800.webp)
اعلان
تیره شپه په زابل او غزني ولایتونو کي د سختو اورښتونو له امله د راغلي سيلاب په سبب ځیني لارې بندي سوي وې.
د طالبانو حکومت د طبعي پيښو پروړاندي د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني دویچه ويله ته وویل چې د ملې دفاع وزارت اړوند یو موټر اوبو غرق کړي چې پکې سپاره لس تنه وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دې. دغه کسان له کابله زابل ته پرلاري وه چې موټر یې د غزنې قره باغ په سیمه کې ابو غرق کړی.
هغه وویل چې د دي سیلابونو له امله یوشمیر کورونو ته هم مالې زیانونه اوښتي دې.
له تيرو څو ورځو راهيسي په افغانستان کي د سختو اورښتونو له امله په ځينو ولايتونو کي سېلابونه راغلي او سخت ځاني او مالي تاوانونه يې رسولي دي.
صفت الله زاهدی