1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د نجونو ښوونځي د فرهنګي ستونزو له امله تړل شوي؟

۱۴۰۱ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

له تیر یوه کال راهیسې طالبانو له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي. د طالبانو د پوهني وزير اوس ويلي دي چې د فرهنګي ستونزو له امله د نجونو ښوونځي تړلي پاتي. خو پوښتنه دا چي دغه ستونزي مخکي ولي نه وې؟

Afghanistan Symbolbild Bildung Frauen
انځور: Majid Saeedi/Getty Images

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر پرون دوشنبه د اګست پر اتمه نیټه په خوست کې خبریالانو  ته ویلي چې فرهنګي محدودیتونه او ټولنیز حساسیتونه د دې سبب سوي چې د نجونو پر وړاندې دي ښوونځې تړلې پاته وې.

هغه رسنیو ته ویلي چې په دی اړه کومه شرعې مسله نشته او نه هم د طالبانو حکومت د نجونو پر وړاندي د ښوونځیو مخالفت لري: «د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلک د نجونو له تعلیم سره نه بلکې له خپله کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري نو د افغانستان اسلامي امارت کوښښ کوي چې له خپل ټول ولس سره په دې اړه یو قناعت حاصل کړي او انشاالله دا پروسه به شروع سي.»

خو د لير پرتو سيمو اوسېدونکي څه وايي؟

شیبا روفې په هلمند کې یوه ښوونکې ده هغه له تیر یوه کال راهیسې ښوونځۍ ته د زده کوونکو د زدکړې له پاره نده تللې. هغې دویچه ویله ته وویل :«طالبانو یواځې اوس ټولنه د ښوونځیو د پرانیستلو له پاره بهانه کړې او نور تورې خلاص سوي دې.»

هغې وویل: «نړۍ اوس په هرڅه باندي پوهیږي او په هر ډول چې کیږې باید نور د افغانستان اوسنۍ وضعيت د پوهنې په برخه کې تغیر کړي، د طالبانو دا ډول حرکت دوي غواړي راتلونکی نوی نسل تر خپل تاثیر لاندي راولې.»

غلام رستګار چې د بامیان اوسیدونکی دی، او اوس کابل ته تللی دویچه ویله ته وویل: چې د ده یوه لور له زدکړي بې برخې پاته ده او لوی ارمان یې دا دی چې هغه ښوونځې ته ولاړه سې: «زما یوه لور اوس هم پوهنتون ته ځې، خو یوه ورځ ځې او یوه ورځ نه ځې او زما هیله داده چې کاش یوه ورځ زما بله لور چې دوولسم ټولګې کې وه هغه هم ښوونځي ته تللای.»

ده د طالبانو د واکمنې د پوهنې وزیر هغه خبري رد کړې چې وایې »په ټولنه کې د ښځو له وتلو سره حساسیتونه شته«.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ خلاصي کړي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسې چارو شنونکې جاوید مومند دویچه ویله ته وویل: «د ښوونځیو تړل اسلامې او ټولنیزي ستونزو له امله په هیواد کې نه دې تړل سوي.»

مومند وویل چې د نجونو د ښوونځیو تړل د سیاسي او خپلمنځې ستونزو له امله همداسي تړلې پاته دې: «که د چاپیریال ستونزي طالبان یادوی خو اوس اسلامې نظام راغلی نو اوس خو ټولنه اماده دې ولې دوی ښوونځي نه خلاصوي، دا د افغانستان او افغانانو له پاره یو لوې سرخوږی دی.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د  جرمني له شپېګل مجلې سره په وروستۍ مرکه کې ويلي ول چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګۍ پورته نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو د دروازو تړل د پاکستان په اشاره سوي دي. هغه ویلي ول: «دا یوه سیاسي پرېکړه ده او له اسلام سره تړاو نه لري.»

د کرزي په خبره «له زده کړو د نجونو منع کول د افغانستان د لا زیات منزوي کېدو په معنا ده چې دا هېواد ونه شي کولای پر خپلو پښو ودرېږي.»

په تېرو شلو کلونو کې پر ښاري سیمو سربېره د دولت تر کنټرول لاندې په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې د هلکانو ترڅنګ میلیونونو نجونو ته د زده کړې امکانات برابر سوي ول.

صفت الله ذاهدي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل