1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نجونو په زیږیدو کې د کمښت امکان او ممکنه اغیزې یې

۱۴۰۰ مرداد ۱۳, چهارشنبه

د یوې څیړنې پایلې ښيي چې د ماشومانو د زیږېدو په برخه کې د نجونو په پرتله هلکانو ته ترجیح ورکول او په دې پورې اړوندو اقداماتو له امله کیدای شي د نجونو زیږیدنه را کمه شي. دا به پر نفوسو، ټولنې او اقتصاد منفي اغیزې پریږدي.

BdTD San Diego kleinste Frühchen der Welt
انځور: AFP/Sharp HealthCare

د یوې نوې څیړنې په پایله کې د رامنځته شوي محتاطانه اټکل له مخې، په راتلونکو لسو کلونو کې به په نړۍ کې له توقع څخه ۴،۷ میلیونه لږې نجونې وزیږیږي.

په ډير شمیر ټولنو کې هلکانو ته ترجیح ورکول کیږي. د سویل ختیځې اروپا سربیره په جنوبي او ختیځه اسیا کې د جنسیت پر بنسټ سقط حمل یا د ماشوم ضایع کولو بهیر جریان لري. ممکن همدا حقیقت د نجونو په پيدایش کې د کمښت رامنځته کیدو سبب شي.

له دې ممکنه وضعیت څخه به په ټولنه کې د ښځو او سړو توازن خراب شي.

په یوې نوې څیړنه کې دوه فرضي وضعیتونه اروزل شوي دي. څیړونکو پر هغو ۱۲ هیوادونو خپله توجه متمرکزه کړه چیرې چې له ۱۹۷۰م کال څخه تر اوسه پورې د نارينه و تناسب د ښځو په پرتله لوړ شوی دی.

سربیره پر دې هغو ۱۷ نورو هیوادونو ته هم پام اړول شوی دی چیرې د ټولنیز چلند او شخړیزو عواملو له امله، دې ته ورته یو وضعیت د رامنځته کیدو خطر موجود دی.

په دې ترڅ کې په څیړنه کې دوه مختلف وضعیتونه ارزول شوي دي. په لومړي مورد کې د موجوده ارقامو پر بنسټ او دې لور ته د میلان پر بنسټ وړاندوینه شوې، چې له مخې په راتلونکو لسو  کلونو کې به له توقع څخه ۴،۷ میلیونه لږې نجونې پيدا شي.

ولې انسان غوسه کیږي او د حل لاره یې څه ده؟

په دویم مورد کې هغه هیوادونه د نمونې په شکل نیول شوي چیرې چې تائید شوي ارقام او معلومات نه شي ترلاسه کیدلی. د کارپوهانو د وړاندوېنې په اساس به په دا ډول هیوادونو کې د روانې پيړۍ تر پایه پورې له تمې برخلاف  ۲۲ میلیونه لږې نجونې وزیږیږي.

د جنډر یا جنسیت پر بنسټ تبعیضي چلند نن هم یو حقیقت دی. په سویل ختیځې آسیا او سویل ختیځې اروپا په یو شمیر هیوادونو کې په تیرو ۴۰ کلونو کې د جنسیت پر بنسټ د سقط جنین په پیښو کې زیاتوالی ثبت شوی او دا لړۍ روانه ده.

تر اوسه پورې پر ټولنې د دوی پر اغیزو کوم جامع تحقیق نه دی شوی.

د دې څیړنې پایلې هم په »بي ام جي« طبي مجله کې خپرې شوي دي. څیړونکي وایي چې د دغه ممکنه وضعیت یوه نتیجه دا هم کیدلی شي چې په اغیزمن شویو هیوادونو کې په ودونو کې جنجالونه رامنځته شي.

له تمې برخلاف د کمو نجونو د زیږیدو له امله په ټولنیزه کچه په خوي او خصلتونو کې هم بدلون رامنځته کیدلی شي او په نتیجه کې یې تشدد هم ډیریدلی شي.

د جنسیت پر بنسټ سقط جنین یا په رحم کې د ماشوم ضایع کول او په نورو مواردو کې تبعیض د ملګرو ملتونو د زریزې پراختیايي اهدافو کې منفي فکتورونه بلل کیږي. څیړونکې ډلې د ارقامو او معلوماتو پر را ټولولو او د هغې په مقابل کې پر اقداماتو ټینګار وکړ.

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب