1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په بلخ کې د نوري فایبر انترنیت قطع کول تائيد کړل

۱۴۰۴ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

د طالبانو یوه سیمه ایز چارواکي تائید کړه چې په بلخ ولایت کې د نوري فایبر شبکې کیبلونه د طالبانو د رهبر په امر قطع کړل شوي دي. د دغه چارواکي په خبره دغه اقدام د «منکراتو» د مخنيوي په مقصد عملي شوی دی.

د آرشیف انځور - مخابراتي خدمات
د طالبانو یوه سیمه ایز چارواکي تائید کړه چې بلخ کې د نوري فایبر شبکې کیبلونه د طالبانو د رهبر په امر قطع کړل شوي ديانځور: Ketty Beyondas/PHOTOPQR/JOURNAL SAONE ET LOIRE/picture alliance

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د طالبانو د ادارې ویاند، حاجي زید، پر اکس شبکه لیکلي چې په دغه ولایت کې د نوري فایبر د کیبلونو له لارې انترنیټي خدمات، د طالبانو د رهبر، ملا هبت الله آخوندزاده، په امر قطع شوي دي.

ویاند زیاته کړې چې دغه اقدام د «منکراتو» د مخنيوي په موخه په نظر کې نیول شوی او دوی د هېواد دننه نوري فایبر ته د یوې بدیلې لارې د موندلو په لټه کې دي.

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار یو اوسېدونکي اسدالله (مستعار نوم) هم وویل چې په دغه ښار کې له تېرې ورځې راهیسې د نوري فایبر شبکې کیبلونه چې کورونو او دفترونو ته انترنیت ورکوي، قطع کړل شوي دي.

هغه دویچه ویله ته وويل: «د نوري کیبل خدماتو کوم وایفای چې وو هغه دولت په مطلق ډول په کورنو، دفترونو او ادارو باندې بند کړي دي.»

خو هغه زیاته کړه چې په بلخ ولایت کې د روشن، ام ټي ان او افغان بیسیم په څېر د مخابراتي شبکو انترنيټي خدمات فعال دي. اسدالله وویل: «زه همدا اوس د اتصالاتو شبکې لکه انترنیت څخه استفاده کوم.»

نوموړي وویل چې ځینو باخبره سرچینو ورته ويلي چې په احتمال سره د نوري فایبر شبکه د دې له پاره قطع کړل شوې تر څو «د مخابراتي شبکو انترنيټ ته پراختیا ورکړل شي... او دغه شبکې خپل انترنيت پر خلکو وپلوري.»

دغه راز د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ويلي چې په بلخ کې کیبلي انټرنیټ قطع شوی خو په ګرځنده ټیلېفونونو کې ېې د  مخابراتي شبکو انترنیتي خدمات فعال دي.

د خواله رسنیو ځینو کاروونکو لیکلي چې نن په هرات او کندهار کې هم د نوري فایبر کیبلونه قطع کړل شوي دي.

د نوري فایبر پروژه چې کیبلونه ېې د ځمکې لاندې غځول شوي د افغانستان د مخکني حکومت پر وخت تطبیق شوه. د افغانستان د پخواني حکومت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د ۲۰۲۱م کال په سر کې ویلي ول چې د افغانستان د نوري فایبر شبکه له پنځو هېوادونو، پاکستان، ایران، ترکمنستان، تاجیکستان او قزاقستان سره وصل شوې ده.

د هغه دور د چارواکو په خبره، د دغې شبکې د تطبیق له پاره د میلیونونو ډالرو پانګونه وشوه تر څو خلک چټک انترنیت ته لاسرسی ولري. نوري فایبر په کورنو کې د کیبل او د وایفای ماشین له لارې د انترنیت سهولت برابروي.

طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په منځ کې پر افغانستان بیا واکمن شوي، له هغه وخت راپدېخوا ېې د افغانستان د خلکو په عمومي او فردي ژوند کې ډېر محدودیتونه وضع کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب