په نړۍ کې له لوږې سره د مخامخ کسانو شمیر دوه برابره زیات شوی
۱۴۰۴ مهر ۱۷, پنجشنبه
په نړیواله کچه له لوږې سره د مخامخ انسانانو شمیر له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۴میلادي کاله پورې دوه چنده زیات شوی دی.
د لوږې نړیوال شاخص په اساس چې له لوږې سره د مبارزې نړیوال سازمان له خوا د پنجشنبې (د اکتوبر میاشتې ۷ نیټه) په ورځ خپور شوی دی، د شاوخوا دوه میلیونه اغیزمنو شوو کسانو اکثریت یې په غزې او سوډان کې اوسیږي.
له لوږې سره د مبارزې ادارې مشرې مارلیهن تیمه، کاتولیک خبري آژانس (KNA) ته وویل: «اقلیمي کړکیچ او وسله والې شخړې د لوږې تر ټولو ستر عوامل دي. یوازې تیر کال جګړې په نړۍ کې د شدیدې ولږې د ۲۰ بحرانونو د رامنځته کیدو سبب شوي دي چې شاوخوا ۱۴۰ میلیونه انسانان یې اغیزمن کړي دي.»
نوموړې د المان له حکومت څخه وغوښتل چې د مخ پر ډیریدونکي لوږې په پام کې نیولو سره دې په ۲۰۲۶م کال کې د بشري مرستو بودیجه زیاته کړي«که نه نو تر ټولو کمزوري خلک به یې بیه پرې کوي.»
د لوږې نړیوال شاخص هر کال د نړۍ په ۱۳۶ هیوادونو کې د خلکو د خوړو وضعیت ارزوي. د دې سازمان په حواله له ۲۰۱۶م کال راهیسې په ۲۷ هیوادونو کې ولږه مخ پر ډیریدو ده. په ۳۵ هیوادونو کې لوږه جدي او په ۷ هیوادونو کې ډیره زیاته شدیده ګڼل کیږي.
په ځانګړو اغیزمنو شوو هیوادونو کې برونډي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، یمن او سویلي سوډان شامل دي.
له لوږې سره د مبارزې ادارې د رپوټ له مخې که روان وضعیت همداسې دوام پيدا کړي، نو ۵۶ هیوادونه به تر ۲۰۳۰م کاله پورې د لوږې سطحې کمولو هدف ته د رسیدو په برخه کې پاتې راشي او په نړیواله کچه د لوږې لمنځه وړلو هدف به تر ۲۰۳۷ م کاله پورې ترلاسه شي.