1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه د افغانانو ايستل؛ «سند لرونکي هم نېول کیږي»

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ آبان ۱۶, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې د کډوالو چارو وزارت وايي، له پاکستانه د اجباري رااېستلو شویو افغانانو لپاره خدمتونه پراخیږي. هاخوا د پاکستان ددې پریکړې پروړاندې د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم غبرګون ښودلی.

افغانستان/تورخم: تراوسه زرګونه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي
افغانستان/تورخم: تراوسه زرګونه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي ديانځور: Wakil KOHSAR/AFP/Getty Images

د طالبانو تر ولکې لاندې د رسنیو مرکز پر خپله اکس پاڼه د یوه عمر خوړلي راستانه شوي افغان وېډیو خپره کړې چې په هغه کې نوموړی د پاکستاني چاواکو د زور زیاتي کېسه کوي.

د نیک محمد په نوم دغه سپین ږیری وایي: «مونږ هلته لېدل چې ډېر کسان یې ونېول او جیل ته یې بوتلل، کارتونه «د کډوالۍ قانوني کارټونه» یې ترې اېسته کړل او مات یې کړل یانې د کارتونو والا یې ونېول، ښځې یې ونېولې او جېلونو ته یې واچولې. مونږ اوس وطن ته راغلو، ددې وطن په خاوره او خلکو شکر دی.»

د طالبانو حکومت له پاکستانه اجباري رااېستل شویو کډوالو ته د رسیدنې په موخه د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په نوم یو نوی جوړښت رامنځته کړی.

سره له دې چې تراوسه کره او وروستی شمېرې نه دي خپرې شوي چې تردې دمه څومره افغان کډوال له پاکستانه په اجباري ډول رااېستل شوي، خو د چارواکو په وینا هره ورځ لسګونه زره کورنۍ په تورخم او سپین بولدک افغانستان ته وراوړي.

د طالبانو ادارې ویلي، ټولې هغه راستنې شوې کورنۍ چې د اوسېدو لپاره ځای نه لري، په «لنډمهاله پنډغالي» کې ځای پر ځای کیږي.

د کډوالو د لېږدونې کمېټې مسؤل مفتي محمدزمان مزمل خبریالانو ته ویلي، خصوصي سکټور شاوخوا ۲۰۰ عرادې لوی  او ۵۰۰ کوچني موټر ورکړي، چې په مټ یې تېرو څو ورځو کې ۷۷۲ ځله لېږدونې ترسره کړي دي.

انځور: Arghand/Xinhua/picture alliance

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون غبرګون

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند له امله غبرګون ښودلی.

دغه بنسټ پر خپله اکس پاڼه لیکلي: «د مدنې بنسټونو او نړېوالو سازمانونو د غوښتنو سربیره هم پاکستان د کډوالو د اجباري اخراج برخه کې پر خپله پرېکړه ټینګار کوي.»

د کمېسیون پر وینا د پاکستان حکومت دې له ټولو افغانانو په ځانګړې توګه ماشومانو سره خپل زورزیاتی ودروي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل