1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د لغمان پر والي موټر بم بريد شوی

۱۳۹۹ مهر ۱۴, دوشنبه

د لغمان د والي پر موټریز کاروان په موټربم برید کي دولتي او ملکي کسانو ته سخته مرګ ژوبله رسېدلې ده. بريد د دوشنبې په ورځ سهار شوی دی.

Afghanistan Anschlag Taliban Masar-e Scharif
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/K. Basharat

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي دويچه ويله ته وويل چې د والي رحمت الله يارمل پر موټريز کارون په موټر بم بريد کې د والي څلور ساتونکي او څلور ملکي وګړي وژل شوي. دغه راز ۳۰ کسان ژوبل دي، چې دوه د والي ساتونکي او ۲۸ ملکیان دي.

د والي د وياند تر خبر مخکي د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر صمدعلي دویچه وله ته وویل، له یادې پېښې تر اوسه لغمان مرکزي روغتون ته پنځه جسدونه او نیږدې شل ټپيان وړل شوي؛ خو ممکن ارقامو کې تغیر راشي.

د لغمان مرستیال والي شهزاده مظلوم یار دویچه وله ته د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې یاد موټربم برید کې والي رحمت الله یارمل هم سرسري زخمي شوی دی.

دی وايي، په دغه برید کې د والي درې ساتونکي وژل شوي او یو شمېر ټپيان دي.

د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، نن سهار لس بجې والي رحمت الله له یوې سیمې لیدنه کوله، د مرکز مهترلام اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي کې یې پر موټریز کاروان موټربم چاودنه وشوه.

دی وايي، دې برید کې والي ته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو ساتونکیو ته یې تلفات اوښتي، چې دقیقې شمېرې به یې وروسته په ډاګه کړي.

ویل شوي، دغې برید کې یو شمېر دولتي موټر هم تخریب شوي دي.

د لغمان رسنیز دفتر وايي، د مرګ ژوبلې شمېرو کې ښايي تغیرات راشي؛ خو سیمه کې عیني شاهدان وايي، دغه موټربم چاودنې کې د حکومتي سرتېرو تر څنګ یو شمېر ملکي وګړیو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان داسې مهال موټربم برید کېږي، چې همدا وړمه ورځ د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ کې یوه موټربم برید د یوه سرتیري په ګډون څوارلس ملکیان ووژل او له څلوېښتو ډېر یې ژوبل کړي دي.