غزې تراډې ته د پاکستاني عسکرو د ليږدولو پريکړه؟
۱۴۰۴ آبان ۱۳, سهشنبه
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو د څانګې (آې اس پي آر) مشر جنرل احمد شريف چوهدري، د دوشنبې په ورځ په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې چې نړيوال خبريالان هم ورته ور بلل شوي ول، د هېواد د امنيتي وضعيت په تړاو معلومات وړاندې کړل. نوموړي په دې ترڅ کې وويل چې پوځ نه غواړي په سياست کې ښکيل شي او بايد له سياسته لېرې وساتل شي.
د پاکستان د پوځ وياند وويل چې غزې تړانګې ته د پاکستاني ځواکونو د استولو قضيه زموږ نه بلکې د حکومت ده. نوموړي زياته کړه: «غزه کې د پاکستاني پوځيانو د استقرارولو پريکړه د پوځ صلاحيت نه دی.» هغه واضح کړه چې غزې ته به د سوله ساتي ځواک د ليږدولو په اړه هر ډول پريکړه حکومت او پارلمان کوي.
اړونده موضوع: د ۲ کلونو له پاره د غزې اداره کولو په هکله د امریکا د قطعنامې مسوده
د پوځ له لوري دا تبصره په داسې وخت کې شوې ده چې د خبرونو په حواله پاکستان د نړيوال سوله ساتي ځواک په ترڅ کې غزې ته د پوځيانو پر ليږدولو غور کوي. دا په داسې حال کې چې د پاکستان د اپوزیسيون ګوندونو پر دې اعتراض کړی دی.
د يادولو وړ ده چې حماس ډلې او اسرائيل ترمنځ د امريکا متحده ايالاتو په منځګړيتوب د اوربند د رامنځته شوي تړون پر اساس تر ډېره د عربي او مسلمان هېوادونو له يوه اتحاد څخه تمه کيږي چې په فلسطيني سيمو کې خپل ځواکونه مستقر کړي.
دا نړيوال سوله ساتی ځواک به په غزې تراډه کې غوره شوي او ارزول شوي فلسطيني پوليس وروزي او ملاتړ به ورسره وکړي. پر دې سربیره به دا پوځ د مصر او اردن په ملاتړ له سرحدي سيمو څخه هم ساتنه وکړي.
د اپوزيسيون له لوري نیوکې
د غزې له پاره دا وړاندیز شوی نړيوال سوله ساتی ځواک به د خلکو د بې وسلې کولو او ثبات د ټينګولو په څېر دندې هم ښايي ولري چې د پاکستان د اپوزيسيون د ګوندونو له لوري پرې سختې نیوکې شوي دي.
دا ګوندونه وايي چې حکومت په دې اړه بشپړ پارلماني بحث ته زمينه برابره کړې نه ده او خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرې د ملګرو ملتونو له څرګند څار پرته په دې ځواک کې شامل شو نو پاکستان ته به د فلسطينيانو پر وړاندې په جبري اقداماتو کې د شريک په سترګه وکتل شي.
ښايي له دې همدې اختلاف له کبله د پاکستان د پوځ وياند مجبور شوی وي دا واضح کړي «دا چې غزې ته پاکستانی ځواکونه ولاړ شي او که نه دا زموږ پريکړه [يعني د پوځ] نه ده، فلسطين ته د عسکرو د ليږدولو پريکړه به حکومت او پارلمان کوي.»
له افغان طالبانو سره کړکيچ
په دې خبري ناسته کې له افغانستان سره د تازه سرحدي نښتو را وروسته د رامنځته شوي وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب جنرال احمد شريف، وويل چې پاکستان تر دې دمخه هم د امن له پاره افغانستان ته د خبرو اترو فرصت ورکړی وو. هغه وويل چې افغان طالبان هیڅکله هم پر موږ «ګران» نه ول.
نوموړي وويل: «کله چې د ترهګرۍ کومه پېښه وشي نو پاکستان حق لري چې پر وړاندې یې عمل وکړي. د لاس په کار کیدو حق هیڅوک له چا نه شي اخیستلی.»
اړونده موضوع: د پاکستان د دفاع وزیر د طالبانو د «لمنځه وړلو» ګواښ وکړ
نوموړي دا تور هم تکرار کړ چې د طالبانو حکومت د ترهګرو ملاتړ کوي، هغه يوه ادعا چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې تل ردوي. هغه همدا راز وويل چې پاکستان د استنبول د خبرو اترو په ترڅ کې طالبانو ته په ښکاره وويل چې د ترهګرۍ کنترولول د دوی مسئوليت دی او هغوی باید دا هم ووايي چې دا کار به څرنګه کوي.
جنرال احمد شريف چدهدري، په افغانستان کې د ډرون عملياتو په اړه د پاکستان او امريکا ترمنځ د هر ډول توافق خبرونه هم په «بشپړه توګه بې بنسټه» وبلل.