د آلمان په بايرن ايالت کې د اپريل له لومړۍ نیټې څخه د تدفين له پاره د تابوت شرط له منځه وړل شوی دی. په فدرالي حکومت کې د شامل سوسيال ديموکرات ګوند د ادغام په برخه کې پارلماني کميټې وياند عارف تشدلين د دې پريکړې هرکلی کړی دی.
نومړي وويل: «موږ له تېرو څو کلونو راهيسې د دې له پاره هلې ځلې وکړې. بالاخره اوس به مسلمانان وکولای شي خپل مړي د خپل دود او مذهبي عقيدې سره سم ښخ کړي.»
تر څو کلونو هلو ځلو وروسته
د تدفين په قانون کې د تغير تر اجازې څو کاله تر مخه هم د یو شمير هديرو د ادارو له خوا ويل شوي ول چې دوی له دې سره هیڅ ستونزه نه لري. د ميونشن ښار ادارې له تیرو ۱۵ کلونو راهيسې هڅه کوله چې مسلمانانو ته بې له تابوته د مړو ښخولو اجازه ورکړل شي.
په قانون کې دې بدلون ته مسلمانان د ادغام او منلو د تګلارې په سترګه ګوري. عارف تشدلين د بايرن له راډيو سره په خبرو کې وويل: «هر څوک په عزت او وقار د ښخيدو حق لري څو وکولی شي پريکړه وکړي چې وروستي مراسم به یې څرنګه وي.» نوموړي زياته کړه چې په قانون کې دا بدلون د دې ښکارندوي کوي چې له نورو هيوادونو څخه راغلو او دلته ميشتو شويو خلکو ته په درنه سترګه کتل کيږي.
مسلمانانو د بايران ایالت د دې پريکړې هرکلی کړی دیانځور: picture-alliance/dpa/S. Kembowski د سوسيال ډيموکرات ګوند په ۲۰۰۹م کال کې هم دا قضيه راپورته کړې وه خو له هغه وخت راهيسې ایالتي پارلمانانو له اجازې ورکړې ډډه کوله. تر څو چې بيا لس کاله وروسته يعني په ۲۰۱۹م کال کې د آلمان پارلمان اړونده وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ديني او عقيدوي اساساتو له مخې دې په دې قانون کې نرمښت رامنځته کړي. هغه وخت د تدفين په اړه مقررات تغير کړل شول خو عمل پرې همدا پرون پنجشنبه يعني د اپريل له لومړۍ نیټې څخه پېل شو.
اړونده موضوع:د کرونا پر وخت د مړو خښول؛ د یوازیتوب له درده ډک سفر
په آلمان کې د جنازې او تدفین په اړه قانون سازي ډېر ستونزمن کار دی. په دې اړه زيات واک د ايالتي دولتونو سره دی خو ښاروالۍ هم پريکړه کولی شي چې خو د دې له پاره بايد د سيمه ایزو هدیرو قوانین په نظر کې ونيسي. په آلمان کې اوس يوازې دوه ايالتونو داسې دي چې بې له تابوته د مړو د ښخولو اجازه پکې نه شته.
په هدیرو کې تغيرات
د آلمان د بايرن ايالت په هديرو کې د مسلمانانو له پاره ځانګړي شوي ځایونه اوس نور هم پراخ شوي دي، که څه هم چې دې کار ډېر وخت ونیوه. په يو شمير قبرستانونو کې مسلمانانو ته بېل ځایونه ورکړل شوي دي. د ميونشن په والډ فريډهوف نومي هديره کې آن په ۱۹۵۹م کال کې مسلمانانو ته د مړو ښخولو اجازه ورکړل شوې وه، خو هلته هم مړي بايد په تابوت کې خاورو ته سپارل شوي وای خو مسلمانانو ته يې د دې اجازه ورکړې وه چې د مړي مخ مکې ته واړوي.
ب. ص/ ن. ز (dpa, BR24)
زموږ له آرشيف څخه:
په آلمان کې د مړو ښخولو کاروبار
په آلمان کې د مړو ښخولو شاوخوا ۴۰۰۰ سازمانونه فعالیت لري او ځینې وخت یې ان اعلانونه پر انټرنټ هم خپریږي. د مړو د تدفین د مختلفو لارو او جزئیاتو په هکله معلومات په دې انځوریز البوم کې. انځور: Imago/W. Otto په آلمان کې د مړو ښخولو یو ګټور کاروبار دی ژوند او مرګ د بشریت له پیل راهیسې یو له بل سره مل دي. د یوه انسان مړينه او وروسته یې د تدفین مراسم هر ځای شته. په آلمان کې اوس تر۴۰۰۰ زیات سازمانونه فعالیت لري چې د مړو د تدفین په برخه کې فعالیت کوي. دا چې په دې کاروبار کې مالي ګټې نغښتې دي، نو له دې امله یې نن ورځ زیاتره پر انټرنیټ اعلانونه هم خپریږي.
انځور: picture-alliance/dpa/J.Stratenschulte کم بیه تدفین تل یوه ستونزه وي یو وخت د مړو د تدفین مراسم به په مذهبي دود او اخلاقي مسئولیت پوري تړلی وو. پخوا به یوازې کورنیو دا کار ترسره کاوه، خو اوس په آلمان کې د مړو د تدفین په برخه کې تر ۴۰۰۰ ډیر شرکتونه فعالیت لري چې د دې هیواد په مختلفو ښارونو کې نمایندنګۍ هم لري. د آلمان په نورد راین ویستفالن ایالت کې چې ډیر نفوس لري، د یوه مړي ښخول له ۴۴۴ یورو نیولې تر ۹۵۰ یورو پورې مصرف لري خو په دې وروستیو کې یې بیې مخ پر لوړیدو دي.
انځور: Imago/Werner Otto د مړي سوځول مخ پر ډیریدو دي په آلمان کې په اوسط ډول ۴۵ سلنه مړي ښخيږي، او نږدې ۵۴ سلنه مړي سوځل کیږي. په آلمان کې د ۱۹۹۹م کلونو په ترڅ کې بیا په تابوت کې د ښخیدونکو فیصدې ۶۰ سلنه وه. تر سوځول کیدو وروسته، د مړي ایرې د هغه خپلوانو ته ورکول کیږي چې هغوی یې بیا په هدیره یا قبرستان کې ښخوي چې د تابوت په پرتله یې مصرف کم دی. د آلمان په بریمن ایالت کې بیا خپلوان اجازه لري چي د کور په باغچو کې د مړي ایرې ښخي کړي.
انځور: Kai Nietfeld/picture-alliance/dpa د ښخولو لګښت تر ۴ زره یورو هم رسیږي په آلمان کې د مړو ښخولو د مراسمو لګښت په پرلپسې ډول مخ پر لوړیدو دی چې یو دلیل یې د دفن کولو تازه لارې دي. په دې هیواد کې مړي یا له تابوت سره ښخيږي، یا سوځل کيږي، يا په سمندر کې اچل کیږي چې هره لاره خپل ځانګړي مصارف لري. په دې ترتیب د تدفین د ټولو مراسمو لګښت شاوخوا له ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ یورو پورې رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kembowski د مړي د تدفین لګښت په دې پورې تړلی چې یو مړی سوځول کیږي که له تابوت سره ښخیږي. په سوځولو سره یې لګښت کمیږي، ځکه یوازې یې ایرې ښخيږي. کله کله داسې هم کیږي چې د ښخولو مراسم ارزانه وي او نور ټولنیز رسم او رواج بیا ډیر لګښت لري. په آلمان کې د قبرونو ځمکه د کلونو له پاره کرایه کیږي او د مرمر ډبري په کارولو سره یې بیې هم بیا لوړیږي.
انځور: DW/V. Weitz په آلمان کې د مړینې کچه د زیږیدنې په تناسب لوړه ده په آلمان کې د ۲۰۱۶م کال په ترڅ کې ۹ لکه او ۱۱ زره کسان مړه شوي چې دغه شمیر په ۲۰۱۵م کال کې ۱،۵ فیصده کم وو. په دې هیواد کې له ۱۹۷۲م کال راهیسې د مړو فیصدي د زیږیدونکو ماشومانو په پرتله لوړ ده. جالبه خبره دا ده چې په آلمان کې په ګوګل کې د «کم بیه تدفین» په لټه کې شئ، نو زرګونه پایلې به ترلاسه کړئ چې دا د دې ښکارندويي کوي چې د تدفین په برخه کې فعال شرکتونه ډیر شوي دي.
انځور: Imago/R. Oberhäuser د دولت له خوا د تدفین له پاره ۶۰ میلیونه یورو په آلمان کې په زرونو داسې کورنۍ هم شته چې د مړي د تدفین او اړونده مراسمو له پاره مالي امکانات په لاس کې نه لري. د داسې کورنیو د مرستې له پاره بیا ځايي حکومتونه رامخ ته کیږي. په آلمان کې ځايي حکومتونو د ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې په دې برخه کې ۶۰ میلیونه یورو مصرف کړي. په دې ترتیب د شاوخوا ۲۲ زره ښاریانو له پاره د نفر پر سر شاوخوا ۷۵۰ یورو دولتي مصرف شوی دی.
انځور: Imago/W. Otto