1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان ساحلي پوليسو د ژغورنې پراخ عمليات پيل کړي

۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعه

په يونان کې د کښتۍ تر ډوبېدو وروسته په ډوبو شوو کسانو پسې لټون دوام لري، خو د ژوندي پاتې شوو کسانو د موندلو هيله پر کمېدو ده. ساحلي پوليسو ويلي دي چې د لټون ساحه يې نن پراخه کړې ده.

د يونان د ساحلي پوليسو کښتۍ
د يونان د ساحلي پوليسو کښتۍانځور: Thanassis Stavrakis/AP/picture alliance

د رسنيو د خبرونو په حواله نن د جمعې په ورځ (۲۰۲۳م کال د جون ۱۶مه) په ژوندي پاتې شوو کسانو پسې لټون پراخ شوی چې ښايي د ورځې په ترڅ کې به د خلکو د ژغورنې دغه هڅې خاتمه ومومي.

د پنجشنبې په ماښام د ۱۰۴ ژوندي کسانو له جملې څخه ۹ مشکوک کسان د کالاماتا په ښار کې ونيول شول. نيول شوي کسان مصريان دي چې د کښتۍ د دغه غيرقانوني سفر تنظيموونکي او قاچاقچيان بلل کيږي.يونان: د ډوبي شوي کښتۍ د قربانيانو شمېر زیات شوی دی

د کب نيونې يوه کښتۍ چې د اټکل له مخې ۵۰۰ تر ۷۰۰ پورې کسان پکې سپاره ول، د چهارشبنې په شپه د يونان نيمه ټاپو مخکې په نړيوالو اوبو کې غرقه شوې وه. تر مخه په دغه کښتۍ کې ټېل ما ټېل هم ښايي رامنځ ته شوی وي چې دغه تر حده زياته ډکه کښتۍ يې له امله ډوبه شوه.ايټاليا: د مهاجرو لېږدونکې يوې کښتۍ په سر يرغمل نيونه شوې که نه؟

تر دې دمه ۷۸ مړي موندل شوي دي. چارواکي داسې انګېري چې کښتۍ ډېره ژر ډوبه شوه. له دې کبله د کښتۍ له بطن څخه خلک په آسانۍ نه شوای راوتلی.

د جمعې په ورځ چارواکو په دې هم پيل وکړ چې ژوندي کسان د اتن په شمال کې يوه پنډغالي ته انتقال کړي چې هلته يې بيا نومونه ثبتيږي او د پناه غوښتنې عريضه وړاندې کولی شي.ملگري ملتونه: په نړۍ کي د مهاجرو شمېر خپل اوج ته رسیدلی

يوازې شکمن قاچاق وړونکي چې د ۲۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري، د کالاماتا په ښار کې د پوليسو په توقيف کې دي. پر هغوی باندې تور دی چې د بې احتياطۍ له امله د خلکو په وژلو، د انسانانو په قاچاق او د يوې مجرمې ډلې په جوړولو کې يې لاس درلود.

د حادثې ځای په داسې سيمه کې پروت دی چې د مديترانې سمندر پکې تر ۵۲۶۷ مترو پورې ژور دی. د کښتۍ راپورته کول له دې کبله يوازې لږ احتمال لري. کارپوهان دغسې یوه هڅه ډېره ننګونکې او قيمتي بولي.

ډي پي ای/ن.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل