د يونان په ليسبوس ټاپو کي د موريا کمپ د بشپړه ويجاړيدو کابو شل ورځې وروسته نن دوشنبه (د سبتمبر ۲۸ نیټه) له ۷۰۰ څخه زیاتو پناه غوښتونکو د انتقال څخه خبر ورکړل شوې، چې دوي کولې شي له ليسبوس ټاپو څخه ووځي.
د یونان د دولتي تلويزيون «اي ار تي» د خبر له مخې په ډير احتمال سره دا هغه په رسميت پيژندل شوي کډوال دي چې په يونان کې د پناه غوښتنه منل شوې ده. په پام کې ده، چې هغوی د پيرئاس ښار ته وليږدول شي او بيا وروسته د دوشنبې په ماښام د «نيسوس خيوس» بيړۍ په واسطه د يونان وچې ته انتقال شي.
د يادې رسنۍ د رپوټ په مخې د دغه پناه غوښتونکو په هکله د جوړو شويو پروګرامو له مخې، په احتمالي توګه د راتلونکي اونۍ د پنجشنبې او دوشنبې په ورځ به نور ۲۳۰۰ هغه پناه غوښتونکي چې د حفاظت حق لري د يونان وچي ته انتقال کړل شی.
زموږ له آرشيف څخه:
د موريا کمپ د بې سرپناه مهاجرو ناخواله وضعیت
د یونان په لیسبوس ټاپو کې د اروپا په سطحه د مهاجرو تر ټولو ستر کمپ موريا، د اورلګیدنې له کبله په بشپړه توګه ویجاړ شو، چې له کبله يې پناه غوښتونکي اړ شول د سړکونو پر سر ورځې او شپې تیري کړي. د دوی وضعیت په انځورونه وګورئ!
انځور: DW/M. Karakoulakiد موریا په کمپ کې له ۱۲ زره زيات پناه غوښتونکي اوسیدل. د دغه کمپ تر سوځیدنې وروسته ډير شمير مهاجرو په کاراتپه کې یوه کمپ ته څیرمه د سړکونو پر غاړو د ويده کيدو پرته بل امکان نه درلود. ځينو يې د خیمو په وهلو سره د ځانونو له پاره موقتي سرپناوې جوړې کړې. د یونان چارواکو سمدستی اقدام وکړ او کاراتپه کې د خیمو يو موقتي کمپ یې جوړ کړ.
انځور: DW/M. Karakoulakiدغه پناه غوښتونکو پر سړکونو د څو شپو او ورځو تيرولو وروسته، سوله ايزې مظاهرې وکړې، څو چارواکې يې غوښتنې ومنې. له دغه مهاجرو څخه يې ډير شمير کمپ ته له ورتګ څخه ويره لري. له دغه پناه غوښتونکو څخه يې يو شمير دویچه ویله ته وويل: «موږ ډوډۍ نه، آزادي غواړو.» د بشري حقوقو فعالانو د موریا کمپ له یو «سرخلاصې زندان» سره پرتله کاوه او د هغه ځای پر شرایطو یې انتقاد کاوه.
انځور: DW/M. Karakoulakiپه سلونو پناه غوښتونکو په دغو اعتراضونو کې ګډون وکړ او هیله مند وو چې بيا د موريا په څير کمپ ته ونه ليږدول شي.د یونان حکومت کاراتپه ته نږدې د پولیسو لسو واحدونو، د اوبو شیندلو دوه موټرو او د دوو زغروالو نقلیه وسایطو په لیږلو، دغږ اعتراضونو ته غبرګون وښود. د ځينو اعتراض کوونکو باندې اوښکی بهوونکی ګاز ورکارول شو. له هغوی څخه يو تن د دغه وضعيت په اړه دویچه ویله ته وویل: «آیا مظاهرې د دې ارزښت لري؟»
انځور: DW/M. Karakoulakiپر دغه تخته چې د دغې افغانې نجلۍ په لاس کې نيولې، ليکل شوي: «موږ خواړه نه، بلکې اوبه غواړو، فقط موږ آزاد کړئ.» ډيری دغه پناه غوښتونکي چې د کمپ پر ناوړه شرايطو اعتراض لري، له جګړه ځپلي هيوادونو لکه افغانستان، سوریې او د کانګو له دیموکراتیک جمهوریت څخه بې ځايه شوي دي. پناه غوښتونکي ماشومان د سختو شرایطو پر ګاللو سربیره هم په مظاهرو کې فعاله ونډه لرله، څو د خپلو حقوقو او راتلونکی له پاره مبارزه وکړي.
انځور: DW/M. Karakoulakiپه مؤقتي کمپ کې له اوږده انتظاره ويره
د یونان حکومت ادعا کوي چې نوی جوړ شوی کمپ مؤقتي دی. خو پناه غوښتونکي چې ځينې يې کلونه کيږې په دغه ټاپو کي اوسيږي، ویره لري چې په دغه کمپ کې به هم کلونه انتظار وکړي. د لیسبوس یوې ځایي ورځپاڼې (Sto Nisi) يو تړون خپور کړی دی چې ښيې د يونان د مهاجرو چارو وزارت د دغه کمپ ځمکه تر ۲۰۲۵م کاله پورې په ۲،۹ میلیونه یورو په کرایه نیولې ده.
انځور: DW/M. Karakoulakiد حل چټکه لار نه تر سترګو کیږي
په موريا کمپ کې تر اورلګيدنې يوه اوونۍ وروسته هم، ډير شمير پناه غوښتونکي د سړکونو پر سر ورځې شپې سبا کوي. د یونان چارواکی وایي چې دغه پناه غوښتونکي به ډير ژر نوي کمپ ته وليږدول شي. د جمعې په ورځ د یونان چارواکو دغه کمپ ته د پنځه زره مهاجرو د انتقالیدو خبر ورکړ. په عین وخت کې حکومت اعلان کړی چې د لیسبوس ټاپو به تر راتلونکي پسرلې پورې له پناه غوښتونکو خالي شي.
انځور: DW/M. Karakoulakiپه سختو شرایطو کې فامیلي ژوند
دغه پناه غوښتونکي مجبوره دي چې په له سختو شرایطو سره مقابله وکړي. هغوی د څو ورځو لوږې او تنده تیرولو وروسته اوس ډير محدود امکانات لکه په ورځ کې دوه بوتله اوبه او یو څه خواړه تر لاسه کوي. خو په لیسبوس کې د سپتمبر مياشتې سختې ګرمۍ ته په پام سره دغه امکانات کافي نه دي. سربیره پر دې دغه پناه غوښتونکي د کرونا ویروس له خپريدلو څخه هم ویره لري.
انځور: DW/M. Karakoulakiد هغه پناه غوښتونکو له پاره چې شپې د سړک پر غاړه ویده کیږې، په ځانګړي ډول شپه خطرناکه او ويرونکي ده. يوې ځوانې میرمنې دويچه ویله ته وويل: «تاسې کولې شئ تصور کړئ چې د دومره نارينه و په منځ کې د يوې ځوانې ښځې ويده کيدلو سره به څه احساس لري؟ د حاجت د رفع کولو له پاره ځنګل او یا دغه دوزخ (د خیمو کمپ چې په خپله یې جوړ کړی) ته ورتګ؟ د شپې نه شم کولی ويده شم او ويره لرم چې ميړه او لور به مې حشرات وچيچي.»
انځور: DW/M. Karakoulaki«خدايه ته له موږ سره مرسته وکړې»
په موريا کمپ کې د ژوندانه شرایط ډير سخت او خطرناکه وو. ډيری پناه غوښتونکو خپلې هيلې له لاسه ورکړې وې. دوی چې له جګړو او شخړو یې تيښته کړې د موريا کمپ په ویجاړيدلو سره یو ځل بيا د خپل ژوند ژغورلو له پاره په تيښته شول. د لمر پریوتو پر مهال د یو سوپرمارکيټ مخې ته پر سړک په لسونو ښځې، نارینه او ماشومانو لاسونه دوعا ته پورته کړل. هغوی له خدای څخه د مرستې غوښتنه وکړه. ډيرو نه شو کولې خپله ژړا ودروي.
انځور: DW/M. Karakoulakiډيری دغو پناه غوښتونکو له جګړې او فقز څخه تيښته کړې. له دغه پيښې وروسته له روانې زيانونو څخه کړیږي. دغه افغان چې اوښکې يې روانې وې دويچه ویله ته وويل: «موږ د پيسو راټولولو له پاره دلته نه يو راغلې. موږ د ښه وخت تیرولو له پاره دلته نه یو راغلي. موږ يوازې د دې له پاره راغلي يو چې ماشومان مو ښه راتلونکې ولري او زده کړه وکړي.»
انځور: DW/M. Karakoulaki