1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

د ګوانتانامو د شکنجو په اړه د امریکا د پخواني افسر اعتراف 

۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبه

هغه ځان "مستر ایکس" نوموي. د امريکا د پوځ يو پخوانی افسر چې په ګوانتانامو کی د تحقيقاتي ټيم غړې وو. هغه په دې زندان کې د شکنجو په اړه غږیږې. هغه د امريکا دولت ته په غصه دی او د ناوړو اعمالو مسؤل يې ګڼي.

Guantanamo Häftling
انځور: picture-alliance/dpa/R. Schmidt

د امريکا متحده ايالاتو د ګوانتانامو زندان چې د کیوبا په سويل ختيځ کي د سپتمبر ۱۱ نيتې وروسته جوړ کړ او هلته به یې د ترهګري فعالیتونو شکمن کسان ورلیږل.

اوس د امریکا پوځ يو پخواني افسر چې په دغه زندان کي یې  کار کاوه د خرابو اعمالو د سرته رسولو په باب اعتراف کړی دی. هغه چي"مستر ایکس" په دغه محبس  د تحقیقاتي ټيم مهم غړې وو.   

د ګوانتانامو په زندان کي " مستر ایکس" د خپلو کړنو په اړه خپله پښيماني ښکاره کړې او ويلي يې دي:«هغه څه چې ما ترسره کړی هغه شکنجه وه. په دي کې هيڅ شک نه شته چې سل په سلو کي شکنجه وه».

هغه د بنديانو څخه د پوښتنې او تحقیقاتو د يو خاص ټيم غړې وو،چې د ۲۰۰۳م کال په دوبي کي د  محمدو صلاحی د تحقيق مسول وو. صلاحی په دی تورن شوی وو،چې هغه د پيلوټانو په ګمارلو کي رول درلود، کوم چې د ۱۱ سپتمبر په برید کي یې ګډون درلود.

له شکنجه کونکي سره خبری اترې

محمدو صلاحي د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر مياشت کی تر ۱۴ کلونو وروسته وروسته د ګوانتانامو د زندان څخه آزاد شو. ویل کیږې چې دغه موريتانیای وګړې پرته له دلیل او کوم تور څخه بندی شوې وو. " مستر ایکس"  ويلي دي،چې هغه صلاحي محبور کړی چې څو ساعتونه پر ملا کړوپ ودريږې. برسیره پر دې د داسی لوړ موزيک چې غوږونه کڼوي هغه يې پرې اوريدلي او دغه راز په پرله پسې ډول يې د فلش نور په واسطه شکنجه کړی دی.

برسیره پر دې محمدو صلاحي د ګرم او سوړ دوش په کولو کي له جسمی تاو تريخوالی سره مخ او شکنجه شوی دی. اوس ویل کیږی چې د صلاحې سره تر شکنجه کیدو ۱۷ کاله وروسته " مستر ایکس"  ورسره ويدوي اړیکه نیولي ده او خپله پښيماني یې څرګنده کړې.

صلاحي هم ویلي چې هغه او ټول کسان يې چې د ده د زرونی،درد او رنځ  سبب شوي  بخښې يې. په دغه ويدیويې ارتباط کي " مستر ایکس" ويلٍي دۍ:« زه اوس هم په دي عقيده يم چې تاسې د امريکا دښمن ياستئ. خو هغه څه چې موږ ترسره کړه غلط وه. په دی کي هيڅ شک نه شته. هيچا سره بايد داسي چلند ونه شي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب