1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خليج هېوادونه د قطر شخړې حل ته هيله من دي

۱۳۹۹ آذر ۱۵, شنبه

قطر د افغانستان د روانې شخړې د سياسي حل موندلو د خبرو کوربتوب کوي. خو دغه بډای هېواد خپله هم په سيمه کې ستونزې لري.‌ اوس د خليج هېوادونه د قطر شخړې ته د حل تازه هيلې لري چې د ترمپ زوم پکې هم نقش لري.

Katar Doha Skyline
انځور: Getty Images for ANOC/M. Runnacles

د کويټ د بهرنيو چارو وزير، شيخ احمد ناصر المحمد الصباح، ويلي چې د سعودي عربستان او متحدينو له خوا يې او بلې خوا ته د قطر تر منځ د يوې شخړې هوارۍ په برخه کې پرمختګ شوی دی. هغه د جمعې په ورځ په يوه بيانيه کې ويلي دي: »په دې وروستيو کې مثمر بحثونه شوي دي چې ټولو لوريو پکې د خليج او عرب يووالي او ثبات له پاره ژمنتيا څرګنده کړې ده، څو يوه وروستي توافق ته ورسېږو چې پايداره پيوستون رامنځ ته کولی شي.«

سعودي عربستان، متحده عربي امارات،‌ بحرين او مصر د ۲۰۱۷ کال په نيمايي کې له قطر سره ديلوماتيکې، تجارتي او د سفرونو اړيکې پرې کړې وې. هغوی پر قطر تور ولګاوه چې له افراطي اسلامي خوځښتونو او ايران څخه ملاتړ کوي چې د شخړې د هوارۍ له پاره يې د غوښتنو يو اوږد ليست ورته وړاندې کړ.

قطر چې د متحده آيالاتو د تر ټولو سترې سيمه يزې پوځي اډې کوربه دی، دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د بايکاټ يا پرېکون هدف دا دی چې حاکميت يې تر پښو لاندې کړل شي. د قطر خارجه وزير، شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني، د کويټ له تازه بيانيې څخه د «اړين ګام» په توګه هر کلی کړی دی.

قطر د متقابل احترام پر بنسټ «هر اړخيز» حل غواړي

يادو څلورو خليجي هېوادونو قطر ته ۱۳ غوښتنې وړاندې کړې وې چې پکې د الجزيره تلويزيوني شبکې تړل، په خاوره کې يې د يوې ترکي اډې تړل، له اخوان المسلمين سره د هر ډول اړيکو پرې کول او له ايران سره د اړيکو کمول هم راځي چې د ګازو يوه لويه طبيعي زېرمه ورسره په ګډه کاروي.

انځور: Patrick Semansky/Pool/REUTERS

د قطر خارجه وزير، شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني، ويلي دي چې هر ډول حل بايد «هر اړخيز» او پر متقابل درناوي بنا وي. الثاني همداراز د سپينې ماڼۍ د مشاور، جارد کوشنر، وروستۍ هڅې وستايلې چې د چهارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته تر سفر وروسته دوحې ته د خبرو له پاره رسېدلی و. واشنګټن د کلونو راهيسې له يادو عربي هېوادونو څخه غواړي چې د قطر د الوتکو له پاره خپل هوايي حريم پرانيزي څو د کړکېچ هواري ته يو ګام پورته شوی وي.

سربیره پر دې د قطر دغې شخړې د خليج د همکارۍ شورا کې هم درز راوستی دی چې بحرين، کويټ، عمان، په خپله قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات پکې غړيتوب لري.