1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا منځنی ختیځ د «اسلامي ناټو» رامنځته کولو په مسیر کې دی؟

۱۴۰۴ مهر ۴, جمعه

په دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسرائیل برید به د عربي هیوادونو دفاعي سیاستونه بدل کړي. د دغو هیوادونو یو شمیر مشرانو حتی د «اسلامي ناټو» ائتلاف رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د قطرد امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني وینا
د مصر چارواکو عربي هیوادونو له پاره ناټو ته ورته د یوه ګډ ځواک رامنځته کولو وړاندیز وکړ.انځور: Mahmud Hams/AFP

په دوحه کې د اسرائیل د برید په اړه رپوټونه وایي چې د سپټمبر په ۹مه نیټه شاوخوا ۱۰ جنګي الوتکو د سرې بحیرې دپاسه پرواز وکړ او له هغه ځایه یې په دوحه کې د حماس د مشرانو پر مرکز توغندي وتوغول، څو د توغندیو د توغولو پر مهال د کوم بل هیواد په هوایي حریم کې ونه اوسي.

په دې میتود کې بالستیک توغندي لومړی د ځمکې دپاسه اتموسفیر او حتی د ځمکې له فضا څخه بهر وځي او بیا بیرته را ستنیږي. د اسرائیل د دې برید هدف د حماس ډلې لوړپوړي غړي ول چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې د غزې په جګړه کې د احتمالي اوربند په اړه مذاکرات پر مخ وړل. په دې برید کې شپږ کسان ووژل شول، خو ظاهراً هغه کسان چې اسرائیل غوښتل په نښه یې کړي، بچ پاتې شول.

دا چې توغندي په غیر منتظره توګه وتوغول شول، قطر له ځان څخه د دفاع په موخه ډیر څه ونه کولی شول. اوسمهال د اسرائیل پر وړاندې د قطر یو له مهمو امنیتي تدابیرو څخه یې د پیچلو توغندیو دفاعي سیستمونو سره هیڅ ارتباط نه لري. 

امریکا متحده ایالات د اسرائیل د ستر متحد په توګه په سیمه کې تر ټولو لویه پوځي اډه په قطر کې لري او دغه هیواد ته یې «له ناټو څخه بهر د تر ټولو لوی متحد» حیثيت ورکړی دی. خو دغه اتحاد په ظاهره کې ونه توانید چې پر دوحې د اسرائیل د برید مخه ونیسي.

پر امریکا د باور کمیدل

په واشنګټن کې د فارس خلیج عربي هیوادونو په انستیتوت کې څیړونکي کریستین دیوان له دې برید لږ وروسته ولیکل: «د اسرائیل دې برید له امریکا سره د خلیج هیوادونو د اړیکو په هکله د دوی انګیرنو ته ټکان ورکړ او دوی یې سره نږدې کړل.»

هغه زیاته کړه: «له نفتو څخه ډیر غني دغه سلطنتونه یو بل ته ډیر ورته دي... د دوی د فرضي امنیت او حاکمیت پر حق دا ډول مستقیم برید د دوی ټولو د کرکې سبب کیږي.»

په چتم هاوس څیړنیز مرکز کې د منځني ختیځ او افریقا شمال په برخه کې څیړونکې صنم وکیل ګارډین ورځپاڼې ته په یوه مطلب کې لیکلي دي چې د دې وضعیت په پایله کې «د خلیج واکمنان د لا زیات لویې ستراتیژیکې خپلواکۍ په لټه کې کیږي او مخ پر زیاتیدونکي ډول دې ته ژمن کیږي چې پر متحده ایالاتو وابستګۍ او تکیه کولو د خطرونو مخه ونیسي.»

په اټومي وسلو سمبال پاکستان له سعودي عربستان سره دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړانځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

همدا دلیل دی چې په دې وروستیو اونیو کې د شمالي اتلانتیک دفاعي تړون (ناټو) ته ورته، د اسلامي او عربي هیوادونو د دفاعي ائتلاف رامنځته کیدو په اړه بحثونو زور اخیستی دی، چې ځینې له هغې څخه د «اسلامي ناټو» په عنوان یادونه کوي.

د عرب ليګ يا عربي اتحادیې او اسلامي همکاریو سازمان په یوه بیړنۍ غونډه کې چې له دې برید وروسته په دوحه کې ترسره شوه، د مصر چارواکو عربي هیوادونو له پاره ناټو ته ورته د یوه ګډ ځواک رامنځته کولو وړاندیز وکړ.

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني، په دې غونډه کې خپله وینا کې سیمه ایز امنیت ته په ټولیز ډول د غبرګون غوښتنه وکړه. د فارس خلیج د همکاریو شورا شپږو غړو بحرین، کویت، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات وویل چې د ګډ دفاعي موافقتنامې هغه میکانیزم به فعاله کړي، چې په ۲۰۰۰م کال کې لاسلیک شوی دی. د دغې موافقتنامې له مخې پر یوه هیواد برید ته پر ټولو غړو هیوادونو د برید په سترګه کتل کیږي. دغه جمله بندي د ټولیز دفاع په برخه کې د ناټو د پنځمې مادې منشور ته ورته ده.

د دغې بیړنۍ ناستې په تعقیب په دوحه کې د دغو هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه ترسره شوه چې په هغې کې د استخباراتي اطلاعاتو د شریکولو بهیر پر پياوړې کولو، د هوایي وضعیت په اړه راپور ورکول او د بالستیک توغندیو د خبرداري سیمه ایز سیستم د رامنځته کولو له پاره د هڅو پر ګړندي کولو موافقه وشوه. همدرانګه د ګډو پوځي مانورو له پاره طرحې هم اعلان شوې.

په هم هغه اونۍ کې سعودي عربستان له پاکستان سره د «دوه اړخیز ستراتیژیک دفاعي موافقې» د لاسلیک کولو خبر ورکړ. دواړو هیوادونو اعلان وکړ چې «له دغو دواړو هیوادونو څخه پر يوه تعرض به پر دواړو هیوادونو تیری وګڼل شي.»

آیا دا د «اسلامي ناټو» پیل دی؟

داسې معلومیږي چې دا یو ډول د «اسلامي ناټو» جوړولو په مسیر کې هڅې دي، خو څارونکي وایي چې واقعیتونه متفاوت دي.

د لندن په سلطنتي کالج کې د امنیتي مطالعاتو د څانګې استاد اندریاس کریګ وایي: «ناټو ته ورته یو ائتلاف له دې امله غیر واقعي دی چې دا ډول ائتلاف د خلیج څنډې هیوادونه په هغو جګړو کې ښکیل کوي چې د خپلو ګټو له پاره یې اساسي نه بولي.»

سره له دې یو ټکې واضح دی چې پر دوحې د اسرائیل له برید وروسته، وضعیت د بدلیدو په حال کې دی.

کریګ تشریح کوي چې د فارس خلیج د عربي حوزې هیوادونو امنیت د یوې اوږدې مودې راهیسې پر دې منطق ولاړ و چې نورو جوانبو ته به یې پيسې او امکانات ورکول، څو د دوی امنیت خوندي کړي: «د دوحې له برید وروسته دغه ذهنیت د تغیر په حال کې دی، خو په بطي ډول.»

د اروپا د بهرنیو اړیکو شورا په څیړنیز مرکز کې د منځني ختیځ د چارو کارپوهه چینسیا بیانکو، وایي چې نړۍ به د یوه «اسلامي ناټو» په نوم ائتلاف پر ځای د «۲+۶ فارمټ» شاهده وي.

له ۲+۶ فارمټ څخه د هغې هدف د مصر او ترکیې په ګډون د خلیج همکاریو شورا شپږ غړي هیوادونه دي.

بیانکو په دې باور ده چې د ملګر ملتونو د عمومي غونډې[چې اوس په نیویارک کې جریان لري] په څنډه کې به پر دې ډول فارمټ بحث وشي.

میرمن بیانکو وضاحت ورکوي چې «البته دا به د ترتیب له پلوه د [ناټو منشور] پنځمې مادې ته ورته نه وي»، ځکه د فارس خلیج حوزې هیوادونو ژمنې له یوه بل سره د ناټو غړو هیوادونو په څیر مستحکم نه دي.

نوموړې زیاته کړه: «د دې تمرکز به زیاتره پر ګډ امنیتي او دفاعي دریځونو وي، او شاید هم تر ټولو مهمه خبره به دا وي چې د اسرائیل د مخنیوي په خاطر یو پيغام استول شوی وي.»

له نورو ځایونو څخه پوځي مرسته؟

کریګ هم وایي چې د ۲+۶ فارمټ امکان د «اسلامي ناټو» په نسبت زیات دی. هغه وایي چې ترکیه «د خلیج هیوادونو له پاره یو تر ټولو ډیر باوري غیرعربي هیواد دی چې سرتیري یې له ۲۰۱۷ م کال راهیسې په قطر کې مستقر دي او په بحراني وخت کې د چټک حرکت واقعي وړتیا لري.»

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟

01:57

This browser does not support the video element.

د هغه په وینا «د مصر په هکله قضیه بیا یو څه پيچلې ده. دغه هیواد یو لوی پوځ لري، خو د یو شمیر خلیج هیوادونو په پلازمینو کې پر دغه پوځ د باور کولو په هکله پوښتنې شتون لري.»

کریګ او بیانکو دواړه په دې نظر دي چې که د ۲+۶ فارمټ په څیر یو ائتلاف هم رامنځته شي، دا کار به ډیر آرامه او په خاموشئ کې صورت ونیسي.

کریګ دا ډول وړاندوېنه کوي: «د صحنې تر شا به ډیر جدي تغیرات صورت ونیسي. مونږ به عامه اعلامیې، د مشرانو ناستې او ګډې مانورې وګورو. خو مهم کارونه لکه د رادار د معلوماتو شریکول، د بیړني خبرداري د سیستمونو مدغم کول یا د اډو د ورکولو حقونه پټ پاتې کیږي.»

له دې سره کیدای شي د فارس خلیج حوزې هیوادونه چې عمدتاً د امریکا متحده ایالاتو پورې وابسته دي، هڅه وکړي له نورو هیوادونو سره خپل دفاعي مناسبات پراخه کړي.

د قطر په پوهنتون کې د خلیج څیړنیز مرکز شنونکې صنم چنګیز، دویچه ویله ته وویل: «یقیناً د روسیې او چین په څیر نور لوبغاړي شتون لري چې لیوالتیا لري د متحده ایالاتو ځای ونیسي. خو دا امکان نه لري چې یو بهرنی لوبغاړی دې په اصطلاح یوه شپه کې د امریکا ځای ونیسي.»

میرمن بیانکو په دې نظر ده چې دغه عربي هیوادونه به داسې کار ونه کړي، ځکه دوی د امریکا متحده ایالاتو د پوځي ټکنالوژۍ پورې وابسته یا تړلي دي. د بیلګې په توګه، قطر پر دوحې د اسرائیل له برید وروسته هم په دې هڅه کې و چې یو وار بیا له امریکا څخه ډاډ ترلاسه کړي چې لا هم د دغه هیواد متحد دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل