1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمترکیه

په استانبول کې د عراق پر قونسلګرۍ وسله وال برید

۱۴۰۴ فروردین ۲, شنبه

د رویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې پر موټر سایکل سپرو وسله والو کسانو د جمعې په ماښام د ترکیې په استانبول ښار کې د عراق پر قونسلګرۍ ډزې کړي دي.

Kombobild Türkei - Irak Flagge
پر موټر سایکل سپرو وسله والو کسانو په استانبول کې د عراق پر سفارت ډزې کړيانځور: Colourbox/IMAGO/YAY Images

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند اونجو کچالي، د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې دې برید هیڅ ډول مالي او ځاني زیان نه دی اړولی او د ترکیې امنیتي ځواکونه د عاملینو د پيدا کولو په لټه کې دي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې بریدګرو د ډزو له پاره د کلاشینکوف له وسلې څخه استفاده کړې ده. تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې برید کوونکو دغه برید د کومې انګیزې له مخې ترسره کړی دی.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د عراق د بهرنیو چارو وزارت د ترکي چارواکو د چټک غبرګون او ترسره شوو امنیتي اقداماتو له کبله مننه کړې ده او د نړیوالو موافقتنامو په اساس یې د دیپلوماتیکو نمایندګیو د حفاظتي تدابیرو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب