پاکستان؛ وسله والو د پوليو ډلې ساتونکی پولیس وژلی
۱۴۰۴ مهر ۲۲, سهشنبه
د پوليسو په حواله دا پېښه نن، سه شنبه د خیبر پښتونخوا په سوات سيمه کې رامنځته شوې ده. د سيمې د پوليسو يوه چارواکي ناصر خان، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «پر موټر سايکل سپورو دوو ناپيژاندو وسله والو ډزې وکړې او د پولیو د واکسين د ډلې ساتونکی پوليس یې وواژه.»
نوموړي زياته کړه: «د پوليو د ډلې کارکوونکي په بشپړه توګه خوندي دي.»
تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستی خو د تحريک طالبان پاکستان ډله چې د «ټي ټي پي» هم بلل کیږي، په سيمه کې فعاله ډله ده.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چېرې چې اوس هم د پوليو پېښې ثبتیږي. په پاکستان کې په تېره يوه لسیزه کې د پوليو پر واکسيناتورانو او پر ساتونکو یې ډيری خونړي بريدونه ترسره شوي دي.
په پاکستان کې د پوليو د پېښو ډېريدل
پاکستان په تېر میلادي کال کې د ګوزڼ یا پولیو له ۷۴ نويو سره پېښو د پوليو په قضيو کې د ډيرېدو شاهد وو. په ۲۰۲۳م کال کې بيا يوازې ۶ پېښې راجستر شوې وې.
په روان ميلادي کال کې تر اوسه د پوليو ۲۹ پېښې رپوټ شوي چې په خیبر پښتونخوا کې یې شمیر تر ټولو ډېر دی چې په بېلا بېلو سيمو کې یې د پوليو ۱۸ پېښې ثبت شوي دي.
پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ، یوه ويروسي او شديده ساري ناروغي ده چې په ځانګړې توګه هغه ماشومان اغیزمنوي چې لا پنځه کلن شوي نه وي. دغه ناروغي چې د فلج کيدو باعث ګرځيدلی شي، مخنيوی یې د خولې له لارې د واکسين د څو څاڅکو په اخیستو سره ممکن دی.
د پاکستان په لېرې پرتو سيمو کې د پوليو د واکسين په اړه ډېر ناسم معلومات لاس په لاس کيږي. پر نورو سربیره دا هم ويل کیږي چې دا د امريکا د اسخباراتي ادارې «سي آې ای» يوه توطيه ده چې غواړي د مسلمانانو د اولاد زيږولو مخه ونيسي.
د پوليو پر ساتونکو دا بريد په داسې حال کې شوی دی چې په پاکستان کې د حکومت له خوا پر لاره اچول شوی د «اچ پي وي» د واکسين کمپاين هم د ناسمو معلوماتو له کبله اغیزمن شوی دی. د دغه واکسين موخه په نجونو کې د سرويکل يا رحم د خولې د سرطان مخنیوی دی.