1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ایران: وسله والو کسانو درې سرحدي ساتونکي وژلي

۱۴۰۳ شهریور ۲۳, جمعه

وسله والو کسانو د ایران په سویل ختيځ ناامنه ایالت سیستان کې درې سرحدي ساتونکي په ډزو وژلي او یو بل کس ېې ټپی کړی. د ایران دولتي رسنۍ د رپوټ مطابق د حملې مسئولیت جهش العدل ډلې منلی دی.

 د ایران یو سرحدي ساتونکی افغانستان سره پر پوله په یوه سرحدي پوسته کې
د آرشیف انځور - د ایران په سیستان-بلوچستان کې د ایران-افغانستان پر سرحد ولاړ د ایران سرحدي ساتونکيانځور: Abedin Taherkenareh/dpa/picture alliance

د ایران دولتي رسنۍ رپوټ ورکړی چې دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د پاکستان سرحد ته نژدې شوې ده.

د ایرنا خبري آژانس په حواله، پېښه د ایران د سیستان ایالت او د پاکستان بلوچستان ایالت ته نژدې په میرجاوه علاقه کې رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې چې په موټر کې سپرو وسله وال د سرحدي ساتونکو پر یوه موټر ډزې کړي دي چې په نتیجه کې يې یو افسر او دوه سرتيري وژل شوي دي.

په دغه پېښه کې یو ملکي کس ټپي شوی دی.

ایرنا زیاتوي چې د حملې مسئولیت د جهش العدل وسله والې ډلې منلی دی چې ويل کيږي د بلوچ لږکۍ د لا ډېرو حقونو د تامين په لټه کې دي.

د ایران سیستان له پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري. په دغه ایالت کې د وسله والو یاغیانو، د مخدره موادو قاچاقچیانو او د ایران امنيتي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې کيږي.

په اپریل میاشت کې دغه سیمه کې د دوو جلا حملو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۲ پولیس ووژل شول او په دسمبر کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله والو په حمله کې شا او خوا لس پولیس ووژل شول.

(AP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب