1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

وسله والو د پاکستاني ملیشو مشر او ۵ نور کسان وژلي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ آبان ۱, پنجشنبه

وسله والو کسانو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د حکومت پلوه ملیشو پر یو موټر دزې کړي چې پکې د ملیشو مشر او پنځه نور کسان وژل شوی دي. یوه چارواکي وويل چې وسله والو د دغو کسانو تر وژلو وروسته د هغوی موټر ته اور اچولی.

آرشیف د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۳مه - د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په شنګال کې پر پولیسو بمي حمله
وسله والو کسانو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د حکومت پلوه ملیشو مشر او پنځه نور کسان په ډزو وژلي ديانځور: AP/picture alliance

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په اړوندو سیمو کې رامنځ ته شوې ده او وسله والو د وژل شوو کسانو جسدونو ته اور اچولی دی.

د پولیسو یوه لوړرتبه افسر د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې وسله والو کسانو پر قربانیانو تر ډزو وروسته د هغوی پر موټر تېل وشېندل او اور ېې ورواچاوه.

دغه افسر وویل چې «حمله کوونکو د بېرې د خپرولو په موخه موټر ته اور واچاوه چې پکې د شپږو قربانیانو جسدونه په بشپړه توګه سوځېدلي.»

د دغې حملې مسئولیت هېڅ ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو چارواکو ويلي دي چې پاکستاني طالبانو د ملیشو له دغه مشر څخه د پېسو غوښتنه کړې او هغه ېې دغه غوښتنه رد کړې وه، چې په غچ کې ېې وژل شوی دی.

خیبر پښتونخوا د پاکستان ناامنه ایالت دی چې ډېر وخت پکې د حکومت ضد وسله والو له لوري پر پولیسو او امنيتي ځواکونو بریدونه کېږي. اسلام آباد افغان طالبان د وسله والو په ملاتړ تورونوي، خو طالبانو بیا دغه ادعا تل رد کړې ده.

له آرشیف څخه:

د بونیر قادرنګر کلی په سېلابونو کې څومره زيانمن شوی؟

03:59

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب