1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوات د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي له خپلي کورنۍ سره وژل شوی

۱۴۰۰ فروردین ۱۶, دوشنبه

د چارواکو په حواله نامعلومو وسله والو د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي له خپلې کورنۍ سره وژلی دی. تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستي.

Pakistan Waziristan Armeeoffensive 16.06.2014
آرشیف انځورانځور: A Majeed/AFP/Getty Images

د اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله د پوليسو يوه افسر شعيب خان ويلي چې قاضي آفتاب احمد افريدی له خپلې کورنۍ سره له سوات څخه اسلام آباد ته پر لاره وو.

شعيب خان وويل چې په دې بريد کې قاضي، د هغه ميرمن او دوه اولادونه چې يو یې دوه کلن وو، وژل شوي دي.

په دې پېښه کې چې تر اوسه یې چا پړه نه ده منلې د نوموړي قاضي دوه ساتونکي سخت ټپيان شوي دي.

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې په دغه هيواد کې د ترهګرۍ قضيو ته د رسيدګۍ په موخه څو کاله تر مخه رامنځته شوي دي، خو انتقاد کوونکي وايي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد پراخ قوانين د هيواد د پوځ له خوا د مخالفينو د خاموشه کولو له پاره هم کارول کيږي.

په پاکستان کي ۶ کان کیندونکي وژل سوي

افريدی دوه کاله ترمخه د سوات د ترهګرۍ ضد محکمې د قاضي په توګه ګومارل شوی وو.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم د فيسبوک له لارې د قاضي آفتاب احمد افريدي او د هغه د کورنۍ د غړيو وژنه غندلې ده.

سوات چې څو کاله د پاکستان تحريک طالبان ډلې پکې ډېر فعاليت درلود، په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان د پوځ د عملياتو په ترڅ کې له دغه ډلې پاک کړل شوی وو.

ب. ص/ ن. ز (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب