1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له بایدن سره غونډي ته تياری نيسي

۱۴۰۰ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران په بروکسل کې د امریکا له ولسمشر جو بایدن سره د جون مياشتي په نیمایي کې د پوځي ائتلاف د لمړۍ سرمشریزې دایرولو له پاره امادګي نیسي.

Belgien COVID-19 | NATO-Hauptquartier in Brüssel
انځور: Zhang Cheng/Xinhua/picture alliance

وزیران به تر غرمې وروسته د دو بیلا بیلو ویډیویي کنفرانسونو په ترڅ کې په ناټو کې د اصلاحاتو، له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو او همدارنګه له چین او روسیې سره د راتلونکي چلند پر موضوعاتو بحث وکړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس به تر غونډې مخکې په برلین کې د رسنیو مخته راڅرګند شي.

جو بایدن به د ناټو تر سرمشریزې دوې ورځې وروسته د لومړي ځل له پاره په بروکسل کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.

د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ پر مهال له امریکا متحده ایالاتو سره د ناټو اړیکې متشنجې وې. ترمپ په پرله پسې ډول دغه پوځي ائتلاف تر پوښتنې لاندې راوسته او په یوازیتوب سره لکه له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو له کبله یي خپل اروپايي متحدین په غوسه کړی وو.

خو د ترمپ برخلاف کله چې جو بایدن په جنوري میاشت کې واک ته ورسید په څرګند ډول یې له ناټو سره خپله ژمنه تازه کړه. هغه وویل: «د خپلو ټولو پلانونو په هکله له خپلو متحدینو سره مشوره کوو».

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب