1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

سعودي عربستان د عمرې بهیر بیرته پيل کړ

۱۳۹۹ آبان ۱۲, دوشنبه

سعودي عربستان د نومبر له لومړۍ نیټې څخه له هېواده بهر مسلمانانو پر مخ د عمرې د ادا کولو له پاره د مسجد الحرام دروازې پرانيستې. د کرونا د وبا له کبله د عمرې مراسم له اتو مياشتو راهيسې ځنډيدلي ول.

Saudi Arabien Omrah Pilgerfahrt nach Mekka
انځور: Saudi Press Agency/REUTERS

سعودي عربستان، د کرونا وبا له وجې د اتو میاشتو له پاره د عمرې زيارت، د دغه هیواد څخه بهر مسلمانانو له پاره تعویق ته اچولی وو، چې سر له يکشنې ورځې يې بيرته دغه فعال کړ. اوس د سعودي عربستان څخه بهر مسلمانان کولای شي د عمرې زيارت له پاره دغه هیواد ته سفر وکړي.

له قاهرې څخه د آلمان خبري آژانس د سعودي عربستان حکومتي خبري آژانس (SPA) له قوله لیکي چې د عمرې زيارت کولو بهیر د یکشنبې (د نومبر لومړۍ) له ورځې بيا پيل شو او زيارت کونکي کولای شي وروسته له دې د مکې په مسجدالحرام کې خپل د عمرې زيات ترسره کړې. زیاته شوې چې د کرونا ویروس د خپريدو د مخنیوي په موخه دغه بهير په تدريجي شکل سره پيل شوی چې په ورځ کې به شا او خوا شل زره کسان وشي کړی په دغه مذهبي مراسمو کې برخه واخلي.

سپارښتنه شوې چې له بهر څخه سعودي ته تللي زیارت کونکي له زيارت کولو څخه د مخه، باید د کرونا ويروس ضد ټول اعلان شوي لازم اقدامات عملي کړي.

د سعودی عربستان حکومتي خبري آژانس په حواله، په دغو سپارښتنو یا مقرراتو کې يو هم دا دی چې زيارت کونکی له بهر څخه سعودي عربستان ته له داخلیدو سره سم، بايد درې ورځې قرنطين وي.

بهرنیو مسلمانانو ته د عمري مراسمو د اداکولو تر اجازې وروسته لومړۍ ډله په جده کې د ملک عبدالعزیز هوایي ډګر ته ورسیدله.انځور: Ismail Nofal/REUTERS

ټول زیارت کونکي مکلف دي چې د هوايي ډګر په ترمينل کې د خپل د بدن د حرارت معاینه ترسره کړي، محافظتي ماسک واغوندي، لاسونه يې ضد عفوني کړي او د واټڼ د رعایت له پاره، لارو او زينو کې پر وښکل شوو علامو عمل وکړي.

د سعودي عربستان په مکې ښار کې مسجدالحرام، د مسلمانانو تر ټولو مقدس ځای دی. د مسلمانانو کعبه هم په همدغه ځای کې موقعیت لري. مسلمانان د نړۍ له هره ګوډ څخه د لمونځ ادا کولو پر وخت مخامخه د کعبې پر لور دريږي.

عربستاني چارواکو، تيره مياشت ځايي خلکو ته د عمرې ادا کولو اجازه ورکړه، خو شمیر يې لږ په نظر کې نيول شوی وو.

په نورمال ډول د کال په اوږدو کې د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه په ميلیونونو مسلمانان د عمرې زيات ادا کولو له پاره سعودي عربستان ته ورځي. خو د فرضي حج ادا کول په مشخصه میاشت په کال کې يو ځل ترسره کيږي

د رسمي ارقامو له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې له څه باندې ۱۹ ميلیونه زيارت کونکي د عمرې له پاره سعودي عربستان ته تللي ول. سعودي عربستان د روان کال په مارچ مياشت کې د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوی په موخه د عمرې مراسم متوقف کړل. د سعودي حکومت سږکال د فرضي حج ادا کولو پر وخت يوازې محدود شمير ځايي خلکو او بهرنيو ته د حج کولو اجازه ورکړه.

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب