1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزممنځنی ختیځ

حماس په اسرائيل باندې بريد کې »لږ تر لږه ۲۲ تنه وژلي«

۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبه

د فلسطينيانو د نيمه پوځي ډلې حماس له خوا پر اسرائيل د بريد په پايله کې »لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي«. د ژغورنې يوې ډلې ويلي چې په »سلونو نور قربانيان« شته چې ټپيان شوي دي.

نن پر اسرائيل پراخ بريدونه شوي
نن پر اسرائيل پراخ بریدونه شويانځور: Tsafrir Abayov/AP/picture alliance

نيمه پوځي فلسطينيانو د حماس ډلې په مشرۍ د شنبې په سهار(د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷نېټه) د غزې له تراډې څخه پر اسرائيل باندې »په زرونو توغندي« توغولي دي. د اسرائيلي پوځ په حواله اسرائيلي عسکر د غزې تراډې په شاوخوا کې د اورپکو فلسطينيانو په وړاندې جګړه کوي. د پوځ يوه وياند ويلي چې بريد کوونکي د پاراګلايډ چتريو، د سمندر او ځمکې له لارې اسرائيل ته ننوتلي دي. داسې راپورونه هم شته چې حماس لږ تر لږه درې تنه اسرائيليان يرغمل کړي دي.عباس د «پخلاينې کمېټې» غوښتونکی شو

 د اسرائيل حکومتي مشر بنيامين نتانياهو ويلي چې هېواد يې له حماس سره »په جګړې« بوخت دی او دا چې »د احتياطي عسکرو د هراړخيز بسيج« امر يې کړی دی. د هغه په خبره »دښمن به يوه بې سارې بيه پرې کړي.«اسرائيل ۲۵ نورې پرمختللې اف-۳۵ جنګي جیت الوتکې پېري

په آلمان کې د اسرائيل سفير رون پروسور ويلي دي چې »د دفاع تر څنګ به د بريد مسئولين مجازات« هم شي. پروسور ويلي چې د حماس ډلې تر څنګ چې د اروپايي ټولنې، متحده آيالاتو او اسرائيل له اړخه يو تروريستي سازمان بلل کيږي، ايران هم د بريد تر شا ولاړ دی. په دې ترڅ کې د آلمان د لومړي وزير اولاف شولڅ تر څنګ د نړۍ ډېرو نورو مشرانو هم د حماس له خوا پر اسرائيل دغه ناڅاپي بريد غندلی دی.

 


 

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل