1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

حماس: ایران باید پر خپلو خلیجي ګاونډیو بریدونه ودروي

۱۴۰۴ اسفند ۲۳, شنبه

حماس ډلې د شنبې په ورځ له خپل متحد ایران وغوښتل چې په خلیجي ګاونډي هېوادونو حملې ودروي. حماس په سیمه کې له قطر سره هم نژدې اړيکې لري.

پنجشنبه د مارچ ۱۲مه - د بحرین پلازمېنه منامه کې د ایران ډرون حملې وروسته هوا ته پورته شوی لوګی
 حماس ډلې، د شنبې په ورځ له خپل متحد ایران وغوښتل چې پر خلیجي ګاونډي هېوادونو حملې ودرويانځور: REUTERS

حماس د شنبې په ورځ (د مارچ۱۴مه) په یوه اعلامیه کې ويلي که څه هم تهران دا حق لري چې د اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو حملو ته متقابل ځواب ورکړي، خو «په ایران کې له وروڼو» ېې غوښتي چې پر ګاونډيو هېوادونو د حملو له ادامې ډډه وکړي.

د رپوټونو مطابق د ایران جګړې له پیل راپدېخوا، د خلیج سیمې یو شمېر هېوادونه د ایراني ډرونونو او توغندیو هدف ګرځول شوي دي.

حماس د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې «د دغه تېري د درولو او خپلو تر منځ د ورورلۍ پیوندونو د ساتنې له پاره همکاري وکړي.»

نور ولولئ: ولې عربي هېوادونه په ایران کې د رژيم له بدليدو ویره لري؟

ایران له لسیزو راپدېخوا له حماس څخه مالي او پوځي ملاتړ کوي. حماس له ایران علاوه له خليجي هېواد قطر سره هم اړيکې لري.

امریکا او اسرائیل دوه اوونۍ مخکې پر ایران پراخې حملې پېل کړې. تهران تر دې مخکې ويلي وو چې د حملې په صورت کې به په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د دوی مشروع اهداف وي. له جګړې له پېل راپدېخوا ایران د اسرائیل علاوه په خلیج سیمه کې د واشنګټن د متحدو هېوادونو د طبیعي ګازو او نفتو تاسیسات په نخښه کړي دي.

د حماس په مشرۍ جنګیالیو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل ناڅاپي حمله وکړه او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ېې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور ېې یرغمل کړل. تر دغې حملې وروسته په غزه کې د حماس او اسرائیل جګړه پیل شوه چې په کې په زرونو فلسطینیان ووژل شول او غزه په کنډواله واوښته. په دې لړ کې د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې د حماس مشر، اسماعیل هنیه، د ایران په پلازمېنه تهران کې ووژل شو چې پر هغه د شوي برید مسئولیت اسرائیل ومانه.

نور ولولئ: آلمان، بریتانیا او فرانسې د منځني ختيځ پر هېوادونو د ایران بریدونه وغندل

حماس په یو شمېر هېوادونو کې د ترهګرې ډلې په توګه طبقه بندي شوې ده. د بیلګې په توګه آلمان او د امریکا متحده ایالاتو او ګڼو نورو هیوادونو د حماس ډله د ترهګر سازمان په توګه اعلان کړې او فعالیتونه یې منع کړي دي.

د طالبانو ادارې او پاکستان د جګړې دوام او د ایران کړکيچ

31:58

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب