مصر د اسرائيل او حماس تر منځ د رامنځ ته شوي اوربند په مذاکراتو کې د کلیدي منځګړي رول لوبولی دی. رپوټ زیاتوي چې د ۲۰۰ فلسطيني بندیانو له ډلې چې په پام کې وو د شنبې په ورځ آزاد شي، ډېر به ېې تبعید ته ولېږدول شي.
د څلورو ښځينه اسرائيلي عسکرو له آزادولو سره سم، په تل ابیب کې هم خلکو خوشالۍ وکړې. په سلونو خلک د تل ابیب د یرغمل څلور لاره کې راټول شوي ول او پر يو لوی سکرین یې د صحنې ننداره کوله.
د حماس او اسرائیل د اوربند هوکړې مطابق حماس د جنوري په ۲۵مه ۴ اسرائيلي سرتېرې له یرغمله آزادې کړې چې اسرائيل ېې په بدل کې ۲۰۰ فلسطینان له بنده آزاد کړلانځور: Ali Sawafta/REUTERS
د اسرائيلي پوځ د خبرداريو سربېره بيا هم په زرونو فلسطينيان د محاصره شوې غزې د ساحل په اوږدو له سويل څخه بېرته شمال ته مهاجر شوي دي.
انځور: Ramadan Abed /REUTERS
له سويل څخه شمال ته مهاجرت
په زرونو فلسطينيان په غزه کې په پښو د ساحل تر څنگ سړک باندې له سويل څخه د شمال پر لور په حرکت کې دي. هغوی د اسرائيلي پوځ د خبرداريو باوجوده له جنوب څخه و شمال ته بېرته ستانه شوي دي. اسرائيلي پوځ خبرداری ورکړی چې د غزې شمال تر اوسه لا د فعالې جگړې سيمه ده. خو له شمال څخه د عسکرو د تخلیې هيلې او په سويل کې د پوځي عملياتو اندېښنې هغوی شمال ته په مهاجرت مجبور کړي دي.
انځور: Yasser Qudihe/Middle East Images/IMAGO
ويجاړې شوي سيمې
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس د ترهگریز بريد په جواب کې اسرائيلي پوځ په غزه کې عمليات پېل کړل چې په نتيجه کې يې د غزې پراخې سيمې په بشپړه توگه ویجاړي شوې. د سيمې له تقريبا ۲،۳ مليون انسانانو څخه نيمه برخه يې و شمال ته مهاجره شوه. خو زيات شمېر انسانانو اوس بېرته له سويل څخه د شمال پر لور و خان يونس ته حرکت کړی دی چيرې چې زيات ودانۍ په بده توگه ويجاړې شوي دي.