1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې کنترول سپارلو او یرغمل شوو خوشی کولو سره د حماس موافقه

۱۴۰۴ مهر ۱۲, شنبه

حماس د ترمپ له خوا د شل ماده یي طرحې د منلو له پاره د ورکړل شوي مهلت په وروستیو ساعتونو کې د ټولو اسرائیلي یرغمل شوو له خوشې کولو او یوه خپلواک فلسطینی تکنوکرات پلاوي ته د غزې کنترول سپارلو سره موافقه کړې ده.

د حماس جنګیالي د لمانځه د ادا کولو په حال کې لیدل کیږي
حماس یوه خپلواک فلسطینی تکنوکرات پلاوي ته د غزې کنترول له سپارلو سره موافقه کړې.انځور: Omar Ashtawy/APAimages via ZUMA Press Wire/picture alliance

حماس ترهګرې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټولو اسرائیلي یرغمل شوو له خوشې کولو او یوه خپلواک تکنوکرات فلسطیني پلاوي ته په داسې یوه بهیر کې چې «د فلسطینیانو د ملي اجماع او د عربي او اسلامي هیوادونو په ملاتړ صورت ونیسي» د غزې ادارې له سپارلو سره موافقه کړې ده.

حماس په دې اعلامیه زیاته کړې ده چې سمدلاسه مذاکراتو ته امادګي لري، څو له دې لارې د مسایلو جزویات روښانه او و ارزول شي.

په دې اعلامیه کې د عربي او اسلامي هیوادونو او نړیوالې ټولنې د هڅو د ستاینې ترڅنګ له دونالد ترمپ څخه هم مننه شوې ده. په اعلامیه کې ویل شوي: «هغه څه چې د دونالد ترمپ په طرحه کې د غزې د راتلونکي او زمونږ د خلکو په هکله یادونه شوې ده، ملي دریځ سره ارتباط لری او د یوه ملي جامع فلسطیني بهیر په ترڅ کې به تر بحث لاندې ونیول شي چې حماس به په هغې کې حاضر وي او په بشپړ مسئولیت سره به په کې ګډون وکړي.»

دغې ډلې په خپله اعلامیه کې زیاته کړې ده چې د ټولو یرغمل شوو [که هغه ژوندي دي او که وژل شوي] د ترمپ په طرحه کې د تبادلې د فورمول په اساس او په دې شرط چې د دې کار د تطبیق شرایط برابر شي» موافقه کوي.

د ترمپ ویډیویې پيغام؛ منځني ختیځ کې سولې ته هیله مندي

د امریکا له وړاندیز شوې طرحې سره د حماس د موافقې خبر له اعلان څو ساعته وروسته ترمپ په ټولنیزه شبکه کې په یوه ویډیویي پيغام کې د قطر، ترکیې، سعودي عربستان، اردن او مصر څخه د سولې په مذاکراتو کې د دوی د کوښښونو له کبله د مننې ترڅنګ وویل: «نن یوه ستره ورځ ده، وبه ګورو چې وضعیت څنګه مخته ځي. مونږ باید وروستۍ خبره وکړو او په مشخص ډول عمل وکړو.»

د امریکا ولسمشر وویل چې په ډیره لیوالتیا انتظار کوي چې یرغمل شوي بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي: «مونږ په منځني ختیځ کې د سولې لاس رسي ته ډیر نزدې یو.»

تر دې څو ساعته مخکې او د حماس له خوا د ترمپ د ۲۰ ماده یي طرحې د منلو په اړه له اعلان وروسته ترمپ په خپله ټولنیزه شبکه «سوشل تروت» کې د حماس د اعلامیې بشپړ متن خپور کړ او ویې لیکل چې دغه ډله «یوې پایداره سولې ته رسیدو ته تیارده ده. اسرایل باید سمدستي د غزې بمبارول ودروي، څو وکولی شو یرغمل شوي زر او په خوندي ډول آزاد کړو! په اوس وخت کې د دې کار ترسره کول ډیر خطرناک دی.»

نوموړي زیاته کړې ده: «مونږ همدا اوس د جزویاتو په اړه د خبرو په حال کې یو چې باید پر هغې کار وکړو. دا موضوع یوازې غزې پورې اړه نه لري، بلکې د هغې سولې په هکله ده چې د مودو راهیسې په منځني ختیځ کې ورپسې لټون روان و»

ترمپ مخکې تر دې د اکتوبر ۵ نیټه د واشنګټن په وخت د مادزیګر ۶ بجې (د مرکزي اروپا په وخت د شپې ۱۲ بجې) حماس ته د اوربند طرحې د منلو له پاره وروستی مهلت ټاکلی و.

د امریکا ولسمشر په سوشل تروت ټولنیزه شبکه کې د خپلې طرحې په خپرولو سره لیکلي و: «که د یوې موافقې له پاره له دې وروستي چانس څخه استفاده ونه شي، پر حماس به دوزخ جوړ شي، په هغه شکل چې تر اوسه پورې هیڅ چا نه وي لیدلی.»

په ورته وخت کې د فرانسې خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله د ترمپ د طرحې د منلو په هکله د حماس په لوړپوړو غړو کې د نظر د اختلاف خبر ورکړی دی.

د دغې سرچینې په حواله یوه ډله بې له قید او شرط څخه د دې طرحې د منلو غوښتونکې ده، البته له بین المللي ضمانتونو سره چې د اسرائیل له خوا یې عملي کول تضمین کړي.

بله ډله بیا د «مشروط منلو» طرفداره ده چې په هغې کې داسې توضیحات ور اضافه شي چې د حماس او د مقاومت په نوم ډلو غوښتنې منعکس کړي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل