1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل او حماس ترمنځ اوربند

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۱, جمعه

په اسرائیل او غزې تراډه کی باید د انسانانو غم او کړاو ته د پای ټکی کښیښودل سي: سر نن جمعې څخه د اسرائيل حکومت او وسله والو فلسطینیانو ترمنځ اوربند رامنځته سوی.

Palästina Feuerpause in Gaza
انځور: Ibraheem Abu Mustafa/REUTERS

په غزې تراډه کي د وسله والو فلیسطینیانو او اسرائيل د پوځ تر منځ تر سختو نښتو ۱۱ ورځي وروسته اوس یو اوربند رامنځته سوی. چی سر له نن جمعه (۲۰۲۱م کال د می۲۱) سهار وختي څخه اعتبار لري.

د اوربند له پيل راهیسي پر اسرائيل باندي کوم توغندی نه دی فیر سوی. همدارنگه د اسرائيل پوځ هم پر غزې تراډي باندي خپل هوايي بریدونه بند کړي دي. خو بیا هم د اسرائيل حکومت او حماس ډلي خبرداری ورکړی: که دواړي خواووي د مصر په وړاندیز اوربند مراعات نه کړي، نو هغه به ژر تر ژره بې اعتباره سي.

بایدن د مصر ستاینه وکړه

د امریکا ولسمشر جو بایدن هغه په سیمه کي د سولې د رامنځته کیدو له پاره یو «واقعي چانس» وباله. بایدن ډاډ ورکړ چي هغه به د دغه ډول پرمختگ له پاره هلي ځلي وکړي. د هغه په خبره فلسطینیان او همدارنگه اسرائیل د دې مستحق دي چي په امنیت کي ژوند وکړي او له آزادۍ، ښه ژوند او ډیموکراسۍ څخه په مساوي اندازه مستفید سي.

بایدن په عین حال کي په دې موضوع کي د منځگړیتوب له امله، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السي سي څخه د زړه له کومي مننه وکړه.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو گوتیریس له اسرائیل او فلسطینیانو څخه وغوښتل چي د خپلمنځي کړکیچ له پاره دي اوس یوه جدي دیالوگ ته مخه کړي. هغه پر نړیوالو ټولنو ږغ وکړ چي له ملگرو ملتونو سره په گډه دي د سیمي د بیارغوني له پاره د مرستو یوه گړندۍ او قوي بسته چمتو کړي.

اسراییلو ته د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر هایکو ماس سفرانځور: Michael Fischer/dpa/picture alliance

د «نه بحث وړ» موضوع

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کي د پنجشنبې په ورځ وویل چي په راتلونکي کي به د دغه ځای د کړکیچ موضوع د نړیوال سیاست د اجنډا په سر کي وي.

دغه کړکیچ د می میاشتي پر لسمه نېټه پر بیت المقدس باندي د حماس ډلي له خوا د څو توغنیدو په فیرولو سره پیل سو.

اسرائیل هم په سختو بریدونو سره د هغو جواب ووایه. د اسرائيل پوځ په حواله، د نوموړي کړکیچ له پیل راهیسي څه د پاسه ۴۰۰۰ راکټه د غزې له تراډي څخه پر اسرائيل توغول سوي چي په نتیجه کي یې ۱۲ انسانان وژل سوي دي.

د فلیسطینیانو په حواله بیا د اسرائيل له خوا تر ۱۰۰۰ اضافه هوايي بریدونو په نتیجه کي نږدې ۲۳۰ انسانان وژل سوي دي.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب