د جرمني د ادغام وزیري، انیته ویډمن-موڅ نن چهارشنبه(د فبرورۍ میاشتي۱۷مه) د فونکه میډین ورځپاڼو سره په خبرو کي د راسیستي تشدد پرضد د لا ډيري مبارزې غوښتنه وکړه.
هغې وویل: «د هاناو ښار راسیستي قتلونه موږ ټوله مکلف کوي چي لا ډیر څه وکړو.»
د جرمني حکومت د راسیزم او تبعیض پر ضد مشخص اقدامات کوي: مثلأ مخکي له مخکي د هغه مخنیوی، جزايي تعقیب او قربانیانو سره د کومک او مشورې ورکولو له لاري.
انیته ویډمن-موڅ ټینګا وکړ چي په عین حال کي د هر تبعه څخه غوښتل کیږي، د راسیزم پرضد ښکاره دریځ او د کرکي او تشدد پرضد خپل اواز راپورته کړي.
د « کرکي او نفرت پر ضد زما اواز» الماني بنسټ او سیاسي تربیې د فدرالي ادارې له مرکز سره په ګډه هغې دداسي ابتکارونو غوښتنه وکړه، چي له لاري يې د ښی اړخو افراطیانو د تشدد د قربانیانو یادونه هم کیږي.
د هاناو ښار د خونړۍ حملې د یو کال پوره کیدو په مناسبت د «کرکي او نفرت پر ضد زما اواز» الماني بنسټ یو نوی کمپاین شروع کړی دی. د جرمني د حکومت په حواله بنسټ د خپلو دغو ابتکارونو له لاري د ټول جرمني د اتباعو څخه د پلاکاټونو، نشریو او یوې ټلویزوني خپروني له لاري غواړي چي د راسیزم، راسیستي نفرت او راوپاروني په مقابل کي ودریږي.
د بنسټ په حواله دغه کمپاین د ۵۰ مشهورو ستورو او نامتو کسانو، د هغې جملې څخه لوبغاړې، ایریس بیربن، سندرغاړی، ماکس رابه او په جرمني کي د یهودانو د مرکزي شورأ د رئیس، جوزیف شوستر له خوا حمایه کیږي.
انځور: Tuncay Yildirim/DW د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۱۹مه یوه ۴۳ کلن الماني د هاناو ښار په دوو قهوه خانو کي ۹ انسانان په قتل ورسول، چي ټولو یې خارجي ریښه درلوده. په هغو کي یو افغان ووژل سو او بل یې سخت ټپي سو. د جرمني لوی څارنوالۍ دغه حمله یوه سخته راسیستي او د تبعیضه ډکه حمله بللې ده.
د هاناو د خونړۍ پيښي په مناسبت په دغه ښار کي د جمهوررئیس، فرانک والټر شټاین مایر سره د قربانیانو د یاد مراسم پلان سوي دي.
انځوریز رپوټ: د آلمان په هاناو ښار کې لسګونو زره کسانو د توکمپالنې پر وړاندې مظاهرې وکړې
تیره اونۍ یوه آلماني د دغه هیواد په هاناو ښار کې ۹ تنه د توکمپالنې د انګیزې له مخې په ډزو ووژل. د یکشنبې په ورځ په زرګونو کسانو په دې ښار کې له قربانیانو څخه یادونه وکړه او له خپلوانو سره یې خپل پيوستون ښکاره کړ. انځور: DW/T. Yildirim شاوخوا ۱۰ زره کسانو د یکشنبې په ورځ د آلمان په هاناو ښار کې احتجاج وکړ او د توکمپالنې د انګیزې له مخې په دغه ښار کې د ډزو په پيښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپل پيوستون ښکاره کړ.
انځور: DW/T. Yildirim « په ګډه د ترور او مسلمان ضد توکمپالنې پر وړاندې» د دغو مظاهرو اصلي شعار وو. د دې ښار پر مسلمان اوسیدونکو سربیره د مختلفو اقشارو او دیني ټولنو وګړو هم په دغو مظاهرو کې ګډون کړی وو.
انځور: DW/T. Yildirim د هاناو ښاروال کلاوس کمینسکي په دغو مظاهرو کې وویل: «دا تر ټولو تیارې ورځې او ساعتونه دي چې مونږ یې د سولې په وخت کې په خپل ښار کې تجربه کوو.» هغه وویل کوم کسان چې غواړي زمونږ په ټولنه کې درځ رامنځته کړي نه بریالي کیږي «ځکه مونږ ډیر یو او د داسې یو څه مخه نیسو.»
انځور: picture-alliance/AA/D. Aydemir یو تن د تیرې چهارشنبې په ورځ په دوو قیلونخانو کې ډزې وکړې او ۹ تنه یې ووژل. هغه وروسته په خپل کور کې خپله مور ووژله او بیا یې ځان وژنه وکړه.
انځور: picture-alliance/AA/M. Zeyrek د دغو دوو قیلونخانو چې ډزې په کې شوې دي اکثره مشتریان د مهاجرت ریښې درلودونکي کسان وو. له دې ډلې څخه ۵ تنه قربانیان یې ترکان وو.
انځور: DW/T. Yildirim د هاناو ښار په مظاهرو کې د دې ښار پر نورو اوسیدونکو سربیره د قربانیانو خپلوان، په آلمان کې د ترکیې سفیر علي کمان آیدن، د هاناو ښاروال او همداشان د عیسوي او یهودي ټولنو غړو حضور درلود.
انځور: picture-alliance/AA/D. Aydemir یو شمیر مظاهره کونکو په دغه پيښه کې د ۹ وژل شویو کسانو انځورونه له ځان سره لیږدول.
انځور: Reuters/R. Orlowski د یوه تن قرباني ورور په دغو مظاهرو کې وویل «مونږ یوازې پريښودل شوي یو.» هغه وویل تر هغه وخته پورې چې د مهاجرو ضد اې اف دي (د آلمان له پاره بدیل ګوند) فعال وي مونږ مجبوره یو چې په ویره کې ژوند وکړو.
انځور: DW/T. Yildirim په دې پلاکاټ کې چې یوه مظاهره کونکې یې له ځان سره لیږدوي لیکل شوي دي چې «مينه د ټولو له پاره او کرکه د هیڅ چا پر وړاندې هم نه».
انځور: DW/T. Yildirim تر دې پيښې وروسته د آلمان خلکو د دغه هیواد په لسګونو ښارونو کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله همبستګي ښکاره کړه او د ښې اړختوب انګیزې له مخې له ترور څخه یې خپله کرکه څرګنده کړه.
انځور: DW/T. Yildirim