1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین افغانانو ته د وېزو ورکول پيلوي

۱۴۰۱ مرداد ۸, شنبه

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانانو ته د وېزو ورکولو سربیره به دغه هېواد ته د افغانستان ۹۸ سلنه تجارتي توکي له مالیې پرته واردیږي. کارپوهان وايي، افغانستان ته د چین اقتصادي لېوالتیا تر بل هر وخت ډېره شوې، خو ولې؟

Symbolbild Chinese visa
انځور: picture-alliance/Photononstop/P. Turpin

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په دوه اړخیزه ناسته کې د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې کړي.

په اعلامیه کې راغلي: »په دې لړ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې د اګسټ له لومړۍ نېټې وروسته به افغانانو ته ویزې ورکول پیل شي.»

اعلامیه زیاتوي چې چین په افغانستان کې د کوکنارو کښت بندېدو وروسته له افغان بزګرانو سره د بدیل کښت په برخه کې مرستې ته چمتووالی ښودلی.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیې د بهرنیو چارو زیر وانګ یي له قوله لیکلي: «۹۸ سلنه افغان وارداتو ته به له مالیې پرته د واردېدو اجازه ورکړل شي.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هېواد یې افغانستان ته د چین – پاکستان اقتصادي کورېډور غځولو څخه هم ملاتړ کوي.

له افغانستان سره د چین د اقتصادي لېوالتیا ډېرېدل

هاخوا اقتصادي شنونکي وايي، په دې وروستیو کې له افغانستان سره د چین اقتصادي لېوالتیا ډېره شوې.

د پوهنتون استاد قیس محمدي دویچه ویله ته وویل: »په سیمه کې له وروستیو تحولاتو څخه داسې معلومیږي چې چین ډېر شنه سیګنالونه د افغانستان حکومت ته ښودلي چې له اقتصادي پلوه ورسره کومک وکړي مثلا د افغانستان د معادنو خرڅلاو ډېر شوی، د افغانستان ریل پټلی ابادولو مسؤلیت چین پرغاړه اخېستی د سيپیک پاکستان پروژه کې د افغانستان شمولیت ته چین شین سیګنال ورکړی.»

د شنونکو په باور د چین له پاره په سیمه کې یوازنی هيواد افغانستان دی چې طبعي زېرمې یې تراوسه نه دي راسپړل شوي او ددې ترڅنګ د چیني تولېداتو له پاره تر ټولو غوره مارکیټ ګڼل کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چین د هغه هيواد اورومچي ته د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتنو زمینه برابره کړې چې دا کار د افغانستان د صادراتو له ډېرښت سره مرسته کوي.

چین په اقتصادي اړیکو څه ډول سیاست لوبوي؟

هاخوا ویل کیږي چې چین په خپلو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې د ډېرو پورونو ورکولو سیاست لوبوي، چې په دې سره هيوادونه او سوداګریز بنسټونه په بې سارې توګه پوروړي کوي.

په لندن کې پخواني افغان ډېپلوماټ عزیز معارج دویچه ویله ته وویل، سره له دې چې د چین دغه ډول اقتصادي سیاست د صنعتي او پرمختللو هيوادونو په زیان دی، خو مخ په وده او د پرمختګ په حال کې هېوادونو له پاره یې ګټې شته.

ښاغلی معارج یې دلیل وايي: »د سېمو او هېوادونو په بې ثباته کولو کې ترهرچا ډېر د نړۍ زبرځواکونه ښکېل وي، خو که چېرې دغه هېوادونه د زبرځواکو هيوادونو قرضدار اوسي نو بیا د خپلو قرضونو له پاره هم نه غواړي هغوی بې ثباته کړي، برعکس له هغوی سره اقتصادي مرستې کوي ترڅو وکولای شي د هغوی قرضونه ورکړي.»

د ښاغلي معارج په وینا د همدې دلیل پر بنسټ پاکستان همدا اوس د لویدیځ شاوخوا ۱۳۰ میلیونه ډالر پوروړی دی، هند چې یو ستر صنعتي تولیدي هېواد دی ځان پوروړی ساتي او ایران هم یو کال وړاندې هڅه کوله چې پور واخلي.

محمد اسماعیل شاکر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل