1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فنلنډ تر ټولو خوشحاله او افغانستان غمجن هېواد بلل شوی

۱۴۰۱ اسفند ۲۹, دوشنبه

په نړۍ کې د خوښۍ د احساس په اړه د کلني راپور له مخې فنلنډ په پرله پسې توګه د شپږم کال لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد بلل شوی خو افغانستان بیا د دغه نوملړ په پاې کې دی د تر ټولو غمجن هېواد بلل شوی دی.

آرشیف: انځور کې یوه خوانه ښځه چې له ژونده خوند اخلي
آرشیف: انځور کې یوه خوانه ښځه چې له ژونده خوند اخليانځور: picture-alliance/blickwinkel/ADR

د ۲۰۲۳ کال د خوښۍ راپور ښیي چې په نړې کي د ډیرو بحرانونه له رامینځته کیدو سره سره په نړیواله کچه د خوښۍ احساس په پراخه کچه ثابت پاتې شوی.

دا په نړۍ کې د خوښۍ نهم راپور دی چې د خپلواکو کارپوهانو د یوې ډلې لخوا چمتو شوی چې د دوشنبې پر ورځ د خوښۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شو.

پر اوکراین د روسیې برید له کبله د اروپا د امنيتي وضعيت پر خرابيدو او په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب پر نه ترلاسه کولو سربیره هم فنلنډ د شپږم کال لپاره د نړۍ د خوښو هیوادونو په نوملړ کي لومړی ځای خپل کړ.

یوناما: د نجونو د ښوونځیو تړل یوه غمجنه او شرم آوره خبره ده

له فنلنډ وروسته، ډنمارک، آیسلنډ، اسراییل او هالنډ، سویډن، ناروې، سویس، لوګزامبورګ او نیوزیلنډ د نړۍ د لسو خوشاله هېوادونو د نوملړ په سر کي راغلې دي.

اسراییل د تیر کال په پرتله له نهم څخه څلورم مقام ته لوړ شوی دی. آلمان بیا سږکال دوه مقامه ښکته او په ۱۶م ځای کې دی.

په دې څېړنه کې د ۱۳۷ هېوادونو له جملې څخه افغانستان د لست په پاې کې ځای لري او تر ټولو غمجن هېواد بلل شوی دی. تر افغانستان مخکې لبنان په دغه لېست کې ځاې لري.

کارپوهانو یاد راپور د ګالوپ انسټیټیوټ د سروې پر بنسټ چمتو کړی او د تیرو دریو کلونو د معلوماتو پر اساس یې دغه درجه بندي محاسبه کړې ده. دوی د خوښۍ د احساس لپاره شپږ مهم عوامل لکه ټولنیز ملاتړ، عاید، روغتیا، ازادۍ، سخاوت او د فساد نشتوالی په ګوته کړې.

افغانستان د ښځو له پاره تر ټولو خطرناکه هيواد دی

څیړونکو ویلي په ورته وخت کې چې ډیری غیر متوقع بحرانونه پیښیږي، د نړۍ د ډیر نفوس لپاره د ژوند ارزونه د پام وړ ثبات لري، له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې چې د کرونا وبا له امله سخته اغېزمنه شوې وه، د نړۍ اوسط ارزونه په هماغه اندازه وه چې درې کاله مخکې له وبا څخه وه. د دغه راپور له مخې په ټولیز ډول تر ټولو خوشاله هیوادونه هغه دي چې خلک یې د امکان تر حده خوښ او له ښو خدماتو برخمن دي.

په یاده څیړنه کې یوتن کارپوه جان هالیول وویل چې د کوویډ ۱۹ په دریو کلونو کې د هیوادونو منځنۍ خوښي او درجه بندي د پام وړ ثابته پاتې شوې.

په دې نوي راپور کې اوکراین په ۹۲م ځای کې دی او روسیه په ۷۰م ځای کې ده چې د تیر کال په پرتله یو څه لوړه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل