1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کامالا هیرس دونالد ترمپ «فاشیست» وباله

۱۴۰۳ آبان ۳, پنجشنبه

د ولسمشرۍ کاندیدې کامالا هیرس د چهارشنبې په ورځ دونالد ترمپ ته د فاشیست نوم ورکړ او ترمپ یې چې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشرۍ ته نوماند دی، «په زیاتېدونکې توګه نا ارامه» وباله.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديده، کامالا هيرس
کامالا هيرسانځور: Matt Rourke/AP Photo/picture alliance

هيرس په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديده او د پخوانی ولسمشر، او د امریکا راتلونکو ولسمشریز ټاکنو له پاره نوماند دونالد ترمپ يو «فاشست» شخصيت بللی دی. هغې د سی اېن اېن سره په یوه ځانګړې ناسته کې يادې څرګندونې وکړې چې د امریکا په پنسلوانیا کې ترسره شوه. ياد ايالت د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یو مهم د سيالۍ ډګر ګڼل کېږي. کامالا هيرس د امريکا متحده ايالاتو په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د دموکرات ګوند کانديده او د برحال اوسني ولسمشر، جو بايدن مرستياله ده.

هيرس په هغه غونډه کې چې د سی اېن اېن لخوا تنظیم شوې وه، د ترمپ په اړه کلکې څرګندونې وکړې. کله چې د سی اېن اېن کوربه، اندرسن کوپر، ورڅخه وپوښتل چې آیا هغه فکر کوي ترمپ یو فاشست دی، هیرس په چټکۍ سره ځواب ورکړ: «هو، زه داسې فکر کوم. او زه باور لرم چې هغه خلک چې هغه له دې اړخه ښه پېژني، باید پرې باور وشي.»

دغه هم ولولئ: د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کي د شکمن برید د پلان په تور یو افغان نیول سوی

د ترمپ د شخصي کارکوونکي جان کېلي حواله

فاشیست هغه کس یا ډلې ته ويل کيږي چې د یو واکمن دولت لپاره سخت او مطلق واک غواړي او د خلکو آزادي، سیاسي مخالفین او ډیموکراسۍ ته زیان رسوي. فاشیستان باور لري چې دولت باید د یوې سختې ملي یا نژادي نظریې پر بنسټ جوړ شي او هر ډول مخالفت باید په زور وځپل شي. په دې نظام کې فردي حقونه او آزادۍ کمېږي او دولت تر ټولو لوړ ځواک ګڼل کېږي او عموما د يو شخص لخوا رهبري کيږي.

هيرس د هغه وروسته دا څرګندونې وکړې چې د ترمپ د اوږدې مودې شخصي کارکوونکي، جان کېلي، څرګندونې په رسنیو کې خپرې شوې. کېلي ویلي وو چې ترمپ د نازي ډیکټاټور، اډولف هټلر، ستاینه کړې وه او ویلي یې وو چې «هټلر هم ځینې ښه کارونه کړي دي.»

کامالا هیرس په خپله وینا کې وویل چې څو تنه د ترمپ د ادارې پخواني لوړپوړي چارواکي، لکه د هغه د ملي امنیت سلاکار او د هغه پخوانی مرستیال ولسمشر، خبرداری ورکړی چې ترمپ باید بیا د ولسمشرۍ چوکۍ ته ونه ګرځېږي. هغې وویل: «دوی په ښکاره ویلي چې هغه د امریکا د اساسي قانون سپکاوی کوي.»

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

04:37

This browser does not support the video element.

د ترمپ غبرګون

ډونالډ ترمپ چې خپله په دې غونډه کې ګډون نه و کړی، په جورجیا کې یوې غونډې ته په وینا کې هیرس په نښه کړه او هغې ته یې د خپلې مشهورې کلیمې «ته له دندې ګوښه شوې» وویله. هغه وویل: «تاسو باید هیرس ته ووایئ چې 'کامالا، تا ډېر بد کار کړی. ته بدترینه یې... کامالا، ته له دندې ګوښه شوې. لرې شه!'»

د ترمپ د غونډې څخه لږ مخکې، د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ چې یوې پخوانۍ ماډلې هغه په ۱۹۹۰ لسیزه کې په جنسي زورونې تورن کړی. ترمپ د دې تور په اړه په خپله وینا کې هیڅ تبصره ونه کړه.

تر اوسه ۲۶ اعشاريه ۵ میلیونه امریکایانو له وړاندې خپلې رایې د پوست یا په شخصي ډول ورکړي دي چې په کې د پنسلوانیا څخه هم یو میلیون شاملې دي. پنسلوانیا یو مهم ایالت دی چې دواړه سیالان په کې پرله‌پسې کمپاینونه کوي.

دغه هم ولولئ: امريکا: ايران دې د ترمپ يا بل چارواکي پر ضد له اقدامه ډډه وکړي

د هیرس وروستۍ هڅې او پلانونه

کامالا هیرس پلان لري چې راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې یوه لویه غونډه وکړي چې په هغه ځای کې به وي چيرې چې ترمپ خپلو پلویانو ته وینا کړې وه، چې وروسته د جنورۍ په ۶مه پر کانګرس باندې برید وشو. همدارنګه، میشل اوباما به هم د هیرس سره د کمپاین په یو مهم ایالت، میشیګن کې ګډون وکړي.

دا ټاکنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې ډونالډ ترمپ په ۳۴ مواردو کې تورن دی، خو لا هم په کمپاین کې ژورې ژمنې کوي، په ځانګړي توګه د اقتصادي ثبات او کډوالو پر ضد اقدامات. له بلې خوا، هیرس د ترمپ د ذهني او فزیکي وړتیاوو په اړه پوښتنې راپورته کوي چې معتدل جمهوري غوښتونکي رایه ورکوونکي خپلې خواته راجلب کړي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب