1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نجونو تعلیم: میګن او هیري د ملالې ملاتړ کوي

۱۳۹۹ مهر ۱۸, جمعه

د بریتانيا شهزاده هیري او د هغه میرمنه میګن مارکل د نجونو د تعلیم موضوع ته د خلکو پام را اړولو په برخه کې له ملالې یوسفزۍ سره یوځای غږ پورته کوي.

UK Harry und Meghan
انځور: picture-alliance/dpa/A. Chown

بریتانوي شهزاده هیري او د هغه مېرمنه میګن مارکل، له ملالي یوسفزۍ سره د کرونا وبا په سبب د نجونو د تعلیم په برخه کې رامنځته شوو مسائلو ته د پام را اړولو په خاطر په یوه ویډیوي کنفرانس کې ګډون کوي.

له بریتانوۍ شاهي جوړې سره د نوبل جایزې ګټونکې ملالې دغه ویډیوي کنفرانس به د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۱۱ نیټه) د ملالې یوسفزۍ په یوټوب چینل «ملاله فنډ» او د هغې پر انټرنټ پاڼه خپور شي.

د اسوشیټډ پرس خبري آژانس په حواله په دې ویډوي چټ یا کنفرانس کې به د کرونا وبا د اغیزو په اړه هم خبرې وشي چې څنګه په غیر متناسب ډول په ځانګړي توګه د نجونو پر تعلیم خپلې اغیزې پریږدي.

د «ملاله فنډ» په وسیله ترسره شوې یوې څیړڼې له مخې د کرونا وبا تر ختمیدو وروسته به د ثانوي دورې یا متوسطې په کچه ۲۰ میلیونه ښځینه زده کوونکي له تعلیم څخه محروم پاتې شي.

ملاله یوسفزۍ د نوبل جایزې تر ټولو ځوانه ترلاسه کونکې دهانځور: Reuters/EIF/XQ Handout

طالبانو په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا د سوات درې د دغې اوسیدونکې چې د نجونو د تعلیم له پاره یي غږ پورته کړی وو په ډزو د وژنې هڅه کړې وه.  نوموړۍ په ۲۰۱۴م کال کې د نوبل په جایزې وویاړلې شوه.

ملاله د نوبل جایزې تر ټولو ځوانه ترلاسه کونکې ده.

ملالې د روان کال په جون میاشت کې د بریتانيا له اکسفورډ پوهنتون څخه د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخه کې خپل ديپلوم ترلاسه کړ.

میګن مارکل په دې ورځو کې له خپل میړه هیري سره یوځای په کلیفورنیا کې ده او دوی د شاهي امتیازاتو له ترلاسه کولو پرته، پخپلو پښو د دریدو کوښښ کوي.

میګن مخکې تر دې هم وخت ناوخته د نجونو د تعلیم په برخه کې خبرې کړي دي. هغې د جنسیتي برابرۍ په هکله هم څرګندونې کړي دي چې له هغې جملې څخه د ښځو په اړه په ۲۰۱۵م کال کې د ملګرو ملتونو کانفرانس څخه یادونه کولی شو.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۱م کال کې پریکړه کړې وه چې هر کال د اکتوبر میاشتې ۱۱ نیټه به د نجونو نړیواله ورځ لمانځل کیږي، څو د هغوی حقونو ته پام را واړول شي او پر هغو مسائلو خبرې وشي چې نجونې ورسره په نړیواله کچه مخامخ دي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب