1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د حسیب پنجشیري وژل کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي

احمد ولي اڅکزی | عبدالستار سيرت
۱۴۰۵ مرداد ۳۰, جمعه

د «ملي مقاومت جبهې» د یوه قوماندان حسیب پنجشیري له وژل کېدو وروسته، د طالبانو وسله‌ والو مخالفو ډلو د غچ اخیستو خبرې کړې دي. ځینو کسانو له نوموړي سره تر وژل کېدو وروسته د طالبانو د افرادو پر چلند نیوکه کړې ده.

طالب ضد جنګيالي چې په پنجشير کې په روزنه بوخت دي
پنجشیر کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جنګیالي د پوځي روزنې پر مهال، آرشيف انځورانځور: Jalaluddin Sekandar/AP/picture alliance

د «ملي مقاومت جبهې» د یوه قوماندان حسیب پنجشیري له وژل کېدو وروسته، د طالبانو وسله ‌والو مخالفو ډلو د غچ اخیستو خبرې کړې دي. د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د اګست ۲۰مه) راپور ورکړل شو چې حسیب پنجشیري، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و او د «ملي مقاومت جبهې» له قوماندانانو څخه و، د سالنګ پر لویه لار د طالبانو له خوا وژل شوی دی. «ملي مقاومت جبهې» هم د هغه وژل کېدل تأیید کړل.

حسیب پنجشیري د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال په لومړیو کې د ملي امنیت ریاست په چوکاټ کې فعالیت کاوه، خو وروسته یې ياد فعالیتونه پرېښودل.

د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې هغه د حسیب قوای مرکز په نوم پېژندل کېده او د هغه وخت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې حسیب پنجشیري د وژنې او زورواکۍ په تور تر تعقیب لاندې دی. په یوه مورد کې د هغه د نیولو لپاره عملیات هم ترسره شول، خو پایله یې ورنه کړه.

د طالبانو ضد جبهو زیاتوالی؛ ولې دغې جبهې یووالی نه لري؟

26:44

This browser does not support the video element.

د حسیب پنجشیري د وژل کېدو په اړه غبرګونونه

د «ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود په یوه اعلامیه کې چې پر خپله اېکس پاڼه یې خپره کړې، ویلي دي: «هره دنګه ونه چې له موږ څخه پرې کړئ، پر ځای به یې زرګونه نورې راشنې شي او زموږ د وینې هر څاڅکی به د ازادۍ او مقاومت ونه لا ډېره خړوبه او مېوه‌ داره کړي.»

مسعود په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې «زرګونه نور حسیب به د هغه د وینې غچ اخیستو لپاره راپورته شي او د ظلم او تیارې بنسټ به له منځه یوسي.»

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح‌الدین رباني هم د حسیب پنجشیري وژل کېدو ته غبرګون ښودلی دی. جمعیت اسلامي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «تاریخ شاهدي ورکوي چې هېڅ ظالم د خلکو د ارادې پر وړاندې بریالی شوی نه دی او افغانستان هم له دې اصل څخه مستثنا نه دی.»

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم د حسیب پنجشیري او د هغه د ملګرو د وژل کېدو له امله تسلیت ویلی او زیاته کړې یې ده چې دغه ګوند ځان د «هغوی په درد او کړاو کې شریک بولي.»

«افغانستان ازادۍ جبهې»، چې د طالبانو پر ضد جګړه کوونکې بله وسله‌ واله ډله ده، هم پر خپله اېکس پاڼه د حسیب پنجشیري او د هغه د ملګرو وژل کېدل لوی زیان بللی او د غچ اخیستو خبره یې کړې ده: «د قوماندان حسیب وژل کېدل بې‌شکه د افغانستان د خلکو د عزت، وقار او ازادۍ په سنګرونو کې د هغه د ملګرو لپاره لویه ضایعه ده، خو نه یوازې دا چې زموږ د خاورې څخه د طالبانو د امارت د ناوړه واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره زموږ ارادې او هوډ ته تر ټولو کوچنی زیان هم نه رسوي، بلکې د ازادۍ لپاره د غچ او مبارزې روحیه او انګېزه د ازادۍ غوښتونکو مبارزانو په لیکو کې لا پیاوړې کوي.»

د پاکستان او طالبانو کړکيچ: حل لاره څه ده؟

29:14

This browser does not support the video element.

د حسیب پنجشیري پر وژل کېدو د طالبانو د پلویانو خوښي

په ورته وخت کې ځینو نورو کسانو، چې پکښې د طالبانو پلویان هم شامل دي، د حسیب پنجشیري پر وژل کېدو خوښي څرګنده کړې ده.

پر اېکس د «ستر جنرال مبین خان» په نوم پاڼه چې په همدغه نوم مشهور د طالبانو د پلوي له خوا چلول کيږي، د حسيب پنجشيري په هکله لیکل شوي: «موږ څنګه د حسیب نېک کارونه هېر کړو؟ کله چې حسیب په کابل کې د چا موبایل غلا کاوه، سیم‌کارټ به یې بېرته ورکاوه؛ رښتیا هم څومره د غیرت کار و.»

دغو کسانو تر ډېره د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د حسیب پنجشیري فعالیتونو ته اشاره کړې او هغه یې پر «زورواکۍ»، «غلا» او نورو مواردو تورن کړی دی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د عامه او ستراتیژیکو اړیکو پخواني سلاکار وحید عمر پر خپله فېسبوک پاڼه د حسیب پنجشیري پر مړینې د خوښۍ پر څرګندولو نیوکه کړې ده. هغه لیکلي: «د یوه کس پر مړینې خوښي کول د اخلاقي زوال نښه ده.»

د وژل شویو له جسدونو سره د طالبانو پر چلند نیوکې

یوه لنډه ویډیويي کلیپ چې پر ټولنیزو شبکو خپور شوی او کره‌ والی یې نه دی تأیید شوی، ظاهراً د حسیب پنجشیري له جسد سره د طالبانو د افرادو چلند ښيي.

د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو پر هغه څه نیوکه کړې چې دوی یې د حسیب پنجشیري او د هغه د ملګرو له جسدونو سره د طالبانو د غړو سپکوونکی چلند بولي. د افغانستان پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو پر دغه چلند نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې انساني کرامت یوه الهي ډالۍ ده چې حتی له مړینې وروسته هم پر خپل ځای پاتې کېږي او د نژاد، دین، ژبې، قوم او ملیت له توپیر پرته د ټولو انسانانو لپاره یو شان دی.

حمیدي زیاته کړې: «وژل شویو او د جګړې بندیانو ته بې‌احترامي د انساني اخلاقو ضد عمل او د اسلامي اصولو او نړیوالو قوانینو، د ژنیو کنوانسیونونو په ګډون، ښکاره نقض دی. د جسدونو سپکاوی او وژل شویو ته توهین د ناپوهۍ او اخلاقي زوال لوړه کچه ده.»

جمعیت اسلامي ګوند هم د حسیب پنجشیري او د هغه د ملګرو له جسدونو سره د طالبانو پر چلند نیوکه کړې او په خپله اعلامیه کې یې ویلي: «د طالبانو ظلم او ستم تر دې کچې رسېدلی چې د اسلامي او انساني اخلاقو څرګند اصول له پامه غورځوي او حتی د قربانیانو بې‌ساه جسدونو ته هم سپکاوی کوي.»
 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب