د عمران خان د ګوند پر دفتر چاپه؛ مخکښ مشر روف حسن نيول شوی
۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبه![په پېښور کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مظاهره](https://static.dw.com/image/68245773_800.webp)
د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي آی) يوه مشر ذولفقار بخاري، رويترز خبري آژانس ته په ليږدول شوي پېغام کې دا خبره تائيد کړې ده چې د ګوند سرپرست مشر ګوهر علي خان، څو ساعته د پوليسو په توقيف کې وو بيا وروسته بیرته آزاد شوی دی. خو نوموړي زياته کړې ده چې د ياد ګوند د مطبوعاتو د برخې مشر روف حسن، تر اوسه په اسلام آباد کې د پوليسو په توقيف کې دی.
تر دې دمخه دپاکستان تحريک انصاف ګوند د مشر او پخواني لومړي وزير عمران خان، وکيل علي اعجاز بټر، ويلي وو چې روف حسن، نيول شوی دی.
اعجاز بټر، د ايکس شبکې په يوه پېغام کې ويلي ول چې د «ځنګل د قانون له مخې» د پي ټي آی مشر او د مطبوعاتو د برخې مسئول پوليسو نیولي دي. نوموړي وویل چې د دواړو کسانو د نيول کيدو علت نه دی په ډاګه شوی.
بل لوري ته د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ټولنیزو رسنیو د صفحاتو له لارې هم دا خبر تائيد کړی دی.
پر ايکس ليکل شوي دي چې «دا ډېر د شرم وړ ده چې د اسلام آباد پوليس قوانين تر پښو لاندې» کوي. د دغو کسانو د نیولو يوه ويډيو هم نشر کړل شوې وه.
سيمه ایزو رسنيو هم د پاکستان تحريک انصاف ګوند په حواله ويلي دي چې د پوليسو د چاپې په ترڅ کې د دغه ګوند په مرکزي دفتر کې موجود کمپيوترونه او نور سامان ضبط شوي دي.
د پاکستان د «ډان» په نوم خبري ادارې په حواله «امنيتي سرچینو د شواهدو پر بنسټ په اسلام آباد کې د پي ټي آی په مرکزي دفتر کې پر موجود «ډيجيتل ميديا سېل» يا د ديجيتالي رسنيو پر مرکز چاپه وهلې ده ځکه چې دا مرکز ناسم او ګمراه کوونکي خبرونه خپروي.»
ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)